Home » افغانستان (page 83)

افغانستان

د پېښور محکمې په وروستۍ قضيه کې د علي وزير ضمانت قبول کړ

په بنو کې د پيښور محکمې څانګې پرون دوشنبه د (لړم په ۲۳مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان په پارلمان کې د سويلي وزيرستان استازي د قضيې اورېدنه وکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې د علي زوير د ضمانت قضيې اورېدنې پرمهال محکمې د ...

Read More »

د افغانستان ځينو ښځينه فعالانو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي

په افغانستان کې د ښځينه فعالانو د ښځو حقونو د اعادې په موخه په يوه تازه ګام کې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي. د دې ښځينه فعالانو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي او په جلا توګه يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي او ...

Read More »

“تېره مياشت کې له ايران څخه شاوخوا ۲سوه زره افغانان ويستل شوي”

د روسيې سپوټنيک خبري اژانس په نيمروز کې د افغانستان سرپرست حکومت د چارواکو له قوله په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې يوازې په تېره مياشت کې سلګونه زره افغانان د ايران حکومت له لوري بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د راپور له مخې، په تېره ...

Read More »

پاکستاني چارواکي: بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو بريدګر طالب دې ور وسپارل شي

پاکستاني چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو هغه سرتېري د ورسپارولو غوښتنه کړې، چې پرون يک‌شنبه يې په سپين بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي دي. د افغانستان پوله ساتو ځواکونو يوه سرتېري پرون يک‌شنبه د (لړم په ۲۲مه) د کندهار په ...

Read More »

پښتين: په خپله خاوره جنګ او ناامني نه شو زغملی

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM پرون يک‌شنبه د (لړم په ۲۲مه) د بنو په جانيخېلو سيمه کې د امن په پلوۍ او د ترهګرۍ د مخنيوي په موخه ولسي سمينار ترسره کړ او د مختليفو سيمو لسګونه اوسېدونکو په کې برخه لرله. د سمينار پرمهال په پښتونخوا او قبايلي ...

Read More »

جنوبي وزيرستان لاريون؛ پښتانه دې د ترهګرۍ د سون توکو په توګه نه کارېږي

په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې زرګونه ځايي اوسېدونکو نن يک‌‌شنبه د (لړم په ۲۲مه) د ترهګرۍ خلاف او د امن په پلوۍ سوله‌ييز پاڅون او لاريون وکړ. لاريون کوونکو د اعتراض په توګه د واڼه له رستم بازار څخه پلی تګ پيل او له بازار څخه په څو سوه ...

Read More »

يومانا د افغان متشبثينو د ملاتړ لپاره له حکومت سره د خبرو د دوام غوښتنه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال رامیز الاکبروف د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر سره ليدلي دي. يوناما په دې اړه خپله فېسبوک پاڼه کې نن يک‌شنبه د (لړم په ۲۲مه) ليکلي، چې په دې ...

Read More »

امريکا پر افغان ښځو له تازه لګېدلو بنديزونو سره مخالفت وکړ

په افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو بنديزونو په غبرګونو کې دا ځل امريکا هم د يادو تازه بنديزونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا يې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې ناسمه پرېکړه بللې ده. د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شارژدافيري کرين ډيکر پرون مازدېګر د (لړم ...

Read More »

ميرضيايف: د افغانستان انزوا له امله منځنۍ اسيا کې د ناوړه وضعيت وېره شته

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د افغانستان انزوا ناسم سياست بللی او ويلي يې دي، چې له دې کبله په منځنۍ اسيا کې د يوه ناوړه احتمالي وضعيت د رامنځته کېدو وېره شته. نوموړي دا څرکندونې پرون جمعه د (لړم په ۲۰مه) د ترک هېوادونو همکاريو سازمان يا UTC غونډې ...

Read More »

کرن ډيکر: بهر ته تللې افغان ښځې خپل هېواد ته له ستنېدو ويرېږي

د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شاردافيرې کرن ډيکر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، دغلته له مېشو افغان ميرمنو سره ليدلي او په افغانستان کې يې د روان وضعيت په اړه ورسره خبرې کړي دي. نوموړې پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۲۰مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، ...

Read More »