Home » افغانستان (page 56)

افغانستان

د ملي دفاع وزارت انجینري ټیم سرپل کې ۵۰ کیلومتره مواصلاتي لار له واورو پاکه کړه

د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په خپله ایکس پاڼه لیکلي د ۲۰۹ قول اردو د څلورمې لوا انجینري ټیم د سرپل دره سلطان ابراهیم، قلعه سوخته، شور قدوق، یارکنده، سه توت، اخپلاق او بیشقدوق مرکز ته غځېدلې لار له واورو پاکه کړې او د ترافیکو پرمخ یې پرانیسته.د یادې ...

Read More »

د پنجشیر څه باندې ۴۷ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې پنجشیر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونونه تثبیت شوي او تر دې دمه د څه باندې ۳ میلیونه ۵۰۰  زره ډالرو په ارزښت د یاد ولایت نږدې ۴۷ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.  د یاد وزارت شمېرې ښيي چې دومره اندازه ...

Read More »

د افغانستان او ترکمنستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا

رویداد خبری اژانس

د ترکمنستان د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس میرګن قردوف وايي د نوي میلادي کال له پیل راهیسې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ سوداګري غوړېدلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه او ترانزیتي همکارۍ هم مخ په ډېرېدو دي.د راپورونو پر بنسټ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ...

Read More »

روسیه: د افغانستان اوسنۍ ستونزې د امریکا او ناټو د شل کلن حضور پایله ده

د روسیې استازي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې په دغه هېواد کې د امریکا او ناټو د شل کلن حضور له امله دي. په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ...

Read More »

قطر د افغانستان په اړه د نړیوالو غونډو کوربه توب کوي

په جینوا کې د قطر دایمي استازي مرستیاله وایي، چې هېواد یې د بشري حقونو د تامین او د افغانانو د عزتمند ژوند برابرولو او د بحرانونو د مخنیوي په برخه کې د پراخو تعاملاتو او همغږۍ په موخه د نړیوالو غونډو کوربه توب ته ژمن دی. د قطر د ...

Read More »

د ټاپي پروژې په بیا پيل د ا.ا د چارواکو ټينګار

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د وزیرانو د شورا مرستیال، باترامانوف سره په کتنه کې د ټاپي پروژې او افغانستان ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په ...

Read More »

بریټانیا له افغانستان سره څه باندې یو میلیون ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان له خلکو سره د بریټانیا دولت د ۱.۳میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.  اوچا پنجشنبه د کب۱۰مه د په اېکس پاڼه لیکلي چې یادې مرستې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوې دي.  د ملګرو ملتونو ...

Read More »

ایران څه باندې زر افغان بندیان افغانستان ته سپارلي

ایران په تېر یوه کال کې له زرو ډېر هغه افغانان افغانستان ته سپارلي، چې د بېلابېلو جرمونو په تور په یاد هېواد کې بندیان وو. ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په تهران کې د ا.ا سفیر، فضل محمد حقاني د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو ...

Read More »

د کانونو وزارت: د امو سیند له نفتي حوزې هره ورځ ۳۵۰ټنه تېل ایستل کېږي

د ا.ا د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د امو سیند په حوزه کې د ورځې د نفتو د استخراج کچه ۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې ده. دغه وزارت نن چهارشنبه د کب ٩مه په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د امو سيند د نفتو په حوزه کې شپږ نوي ...

Read More »

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

د ا.ا ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي چې د سالنک لویه لاره نن چهارشنبه د کب ۹مه د مسافروړونکو موټرونو پر مخ خلاصه شوې ده. د سالنګ لویه لاره پرون ...

Read More »