کابل کې د اذربایجان سفیر وايي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو استخراج، ښوونې او روزنې، د اسان خدمت پروسې پراختیا او پياوړتیا برخه کې همکاري او پانګونه کوي. الهام محمدوف د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې ...
Read More »د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي له خپلو شریکانو سره د خبرو لپاره هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي. ویسټ نن سهار ( سه شنبه د کب ۲۹ مه ) پخپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی دی. نوموړي ویلي چې د افغانستان په ...
Read More »افغانستان له ایرلنډ دوه پر یو د شل اوریز سیالیو لوبلړۍ وګټله
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډله ترمنځ د شل اوریزو سیالیو درېیمه لوبه تېره شپه ماښام اته نیمې بجې (دوشنبه کب ۲۸ مه) د متحده عربي اماراتو شارجې لوبغالي کې وشوه. د افغانستان کرکټ لوبډلې د ۵۷ منډو په توپیر له ایرلنډ درېیمه شل اوریزه سیالۍ ګټلو سره دوه پر ...
Read More »د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې په شري د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې په شري د اخته کسانو د شمېر له زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان نن (دوشنبه د کب ۲۸مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې شري یوه ساري ناروغي ده. د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که یو کس دا ناروغي ولري، د ...
Read More »افغانستان د ۱۰ منډو په توپیر له ایرلنډ دویمه شل اوریزه سیالۍ وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالې شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه له ایرلنډ لوبډلې د ۱۰ منډو په توپیر ګټلې ده. دا لوبه تېره شپه (یکشنبه، د کب ۲۷ مه) د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې وشوه. په دې لوبه کې لومړی توپوهنه افغانستان پیل کړه ...
Read More »سویډن کمیټې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندېدو خبر ورکړ
د سویډن په نامه مرستندویه کمیټه وایي چې په افغانستان کې یې خپلو ټولو فعالیتونو ته د پای ټکی اېښی دی. د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د ا.ا په غوښته او د سویډن کمیټې د کارکوونکو د امنیتي خوندیتوب لپاره شوې او تېره جمعه د حوت ۲۵مه یې په ...
Read More »د امنیت شورا غونډه؛ د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو پریکړهلیک په صادرولو سره په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندوی پلاوی (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره غځولی دی. د یوناما د ماموریت په اړه د امنیت شورا دا غونډه تېره شپه (جمعه د کب ۲۵مه) شوې ده. په دې ...
Read More »راشد خان بېرته د هېواد د کرکټ لوبډلې ته راوګرځېد
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې راشد خان ارمان بېرته د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته راګرځېدلی دی. د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې ستوري راشد خان څلور میاشتې وړاندې د ملا عملیات وکړ او د کرکټ له لوبو لرې شو. د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه ...
Read More »ازبکستان: افغانستان باید د نړیوالې ټولنې برخه وي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست، امیر خان متقي سره په کتنه کې ویلي هېواد یې تل په نړیوالو ناستو کې له افغانستان ملاتړ کړی او دا هېواد باید د نړیوالې ټولنې برخه وي. د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ...
Read More »ملګري ملتونه له افغانستان سره د مرستې بهیر ارزوي
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې «کرن دکر» وایي چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې سازمانونو او مرستندویه هېوادونو سره یوځای له افغانستان سره د مرستې بهیر ارزوي. د امریکا د سفارت چارسمبالې په دې اړه څرګندونې په خپله اېکس پاڼه کړې، خو دا یې نه دي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس