په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا یوناما وايي، د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۴۵۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یوناما پرون دوشنبه جولای۲۷(زمري۶) په دې اړه خپل راپور کې ویلي چې د یادو ملکي وګړو له ډلې ۱۲۸۲تنه وژل شوي او ۲۱۷۶ ...
Read More »د طالبانو مشر: د بين الافغاني خبرو په وړاندې شته خنډونه دې لیرې شي
د طالبانو مشر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په بین الافغاني مذاکراتو او د بندیانو پر خلاصون ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د بندیانو خلاصون سولې ته د رسېدو او دغه راز د اعتماد جوړونې لپاره اړین ګام دی. په دغه پیغام کې د ...
Read More »په میدان وردګو کې د طالبانو د مرستیال په ګډون ۶تنه طالبان وژل شوي
تېره ورځ په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د مرستیال په ګډون ۶ تنه وسله وال هغه مهال وژل شوي چې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د بريد پلان درلود. د افغانستان ملي دفاع وزارت نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو طالبانو پلان درلود ...
Read More »د ملي امنیت شورا دفتر: طالبان په هېواد کې د ملکي تلفاتو مسؤلین دي
د ملي امنیت شورا له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له سیمو څخه د حکومت موندنې او شواهد ښيي، چې وسله وال طالبان لا هم د ملکي مرګ ژوبلې د غوڅ اکثریت مسؤلین دي. په خبرپاڼه کې راغلي: “طالبان د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې مستقیم ...
Read More »ننګرهار کې د طالبانو ۱۴ غړي د سولې له پروسې سره یوځای شوي
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې ۱۴ وسله وال طالبان له خپلو څوارلس میله درنو او سپکو وسلو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند نن دوشنبه (د زمري ۶مه) په همدې موخه په ملي امنیت ریاست کې جوړ شوې ...
Read More »د برېښنا شرکت: د تاجکستان وارداتي برېښنا کمه شوې
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په تاجکستان نن ۷:۳۰ دقیقې د اوبو د کمښت له امله خپله وارداتي برېښنا له ۳۵۰ مېګاواټو څخه ۴۰ مېګاواټو ته را کمه کړې. د برېښنا شرکت وایي چې د کابل او نورو ولایتونو د پرېښنا ستونزې د هوارۍ لپاره یې له ازبکستان سره ...
Read More »ملا برادر: خبرداری ورکړی که امریکا پر ټاکل شوې مودې له افغانستانه ونه وځي، نو دوی به مناسبې پرېکړې وکړي
د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر خبرداری ورکړی که امریکا پر ټاکل شوې مودې له افغانستانه ونه وځي، نو دوی به مناسبې پرېکړې وکړي برادر رسنیو ته ویلي، تر اوسه د دوحې هوکړه په مثبته توګه عملي شوې او بهرني ځواکونه له پنځو پوځي بېزونو وتلي دي.نوموړي دغه ...
Read More »طاهریان: د افغان سولې پروسې کلک ملاتړي یو
له هغه وروسته چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د ایران له همکارۍ خواشیني وښوده. د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد ویلي چې هېواد یې د افغان سولې پروسې کلک ملاتړ ...
Read More »نبیل: افغاني سوله نیابتي شوې او په دې پروسه کې افغانان حاشیې ته کیدل یوه معامله ده
د ملي امنیت مخکینی مشر رحمت الله نبیل د افغان سولې په خبرو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د پاکستان پر نیت شک لري او د سولې پروسه یوه معامله بولي. تېره ورځ رحمت الله نبیل په یوه خبري کنفرانس کې پر حکومت نیوکې کړي چې ...
Read More »ولسمشرغني: پلټونکې ادارې ته دکرونا ځانګړې شویو مرستو په اړه د څېړنو امر وکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پلټنې عالي ادارې ته امر کړى چې په ټولو ولايتونو کې له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شويو پېسو په اړه پلټنه وکړي او له هغو کسانو سره دې قانوني چلند وکړي چې له دغو پېسو څخه یې ناوړه ګټه پورته ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس