چین او پاکستان په افغانستان کې بشر دوستانه اوربند او د تاوتریخوالي کمښت غواړي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پرون د سولې په بهیر کې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې پر خپلو همکاریو ټينګار وکړ. دوی د وېډيو ...
Read More »په ننګرهار کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د ننګرهار مسوولین وایي، د ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ یو تن چې عبدالرحمن نومېږي او د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ د ولسوال زوی او نېږدې ۲۱ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحې په مربوطاتو کې تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او نن خپلې ...
Read More »د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر یو مشر موټر بم برید شوی دی.
د ننګرهار چارواکي وایي، دغه موټر بم برید نن سه شنبې چنګاښ ۱۷سهار لس بجې د کوز کونړ ولسوالۍ د بازار په مرکزي چوک کې د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو په ټیم لېډر میر زمان باندې شوی دی. د ننګرهار ولایت والي ویاند عطاءالله خوګياڼي رویداد خبري آژانس ...
Read More »‘افغانستان کې د جګړې ښکېل خواوې د ملکیانو ژوند ته درناوی نه کوي’
په افغانستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي، د ملکيانو د مرګ ژوبلې زیاتېدل جوتوي، چې د جګړې ښکېل لوري د ملکیانو ژوند ته درناوی نه کوي. د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د جګړې لپاره ...
Read More »‘د سولې د اجماع پیاوړتیا’: طالبان دې تاوتریخوالی راکم او سولې ته زمینه برابره کړي
د افغانستان د سولې هڅو لپاره چې کابل د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د درېیو مهمو غونډو کوربه دی. د هېواد د ‘سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا’ په نوم د سیمهییزې غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی تر ډېره حده راټیټ او په نتیجه ...
Read More »افغان ځواکونو په لغمان کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
لغمان کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري د یوه کمين په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۲۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان ولایت د ملي امنیت رئیس برید جنرال غلام حیدر رحمانزوی نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال د وسله والو طالبانو وژل شوي جسدونه ...
Read More »د افغانستان په ټولو ولایتونو کې حضوري زده کړې پیلېږي
د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت مسوولين وايي، په پوهنتونونو کې د حضوري زدهکړو د بيا پيلېدو طرحه له کابینې او همدارنګه کرونا سره د مبارزې کمېټې سره شریکه کړې ده. د یاد وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان وایې، که چېرې کابينې دا طرحه تاييد ...
Read More »زلمی خلیلزاد: افغانستان کې د امریکا پر پانګونو طالب مشرانو سره خبرې کړي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې طالب مشرانو او امریکايي چارواکو په افغانستان کې د سولې له ټینګښت وروسته د متحده ایالاتو د پانګونو په اړه خبرې کړې دي. زلمي خلیلزاد پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي، په دې کتنه چې په قطر کې ...
Read More »ولسمشرۍ ماڼۍ: د طالبانو څو سوه نور بندیان هم خوشې کېږي
د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب زندانیان د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په نن سبا کې به د طالبانو څو سوه نور بندیان هم د حکومت له زندانونو څخه خوشې شي. د قطر د موافقې له مخې د بینالافغاني خبرو له پیل مخکې افغان حکومت ...
Read More »محمد یوسف غضنفر ‘له کورونا وېروس’ ومړ
د اقتصادي پرمختګ په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر پرون په حق ورسېد. ولسمشر اشرف غني تېر ماښام په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د اقتصادي-سوداګريز پرمختګ او د بېوزلۍ د کمولو په چارو کې د ده ځانګړی استازی په ‘کووېډ-۱۹’ د اخته کېدو له ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس