Home » افغانستان (page 3)

افغانستان

مجاهد: افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد، له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې دي.مجاهد زیاته کړې چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره، له پاکستان پرته چې د نوموړي په وینا ...

Read More »

قزاقستان: افغانستان ته د غلو صادرات ۴.۴ برابره لوړ شوي

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال ژانېبک تایژانوف ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غلو لېږد ۴.۴ برابره زیات شوی او ۶۵۵ زره ټنو ته رسېدلی دی. تایژانوف د حکومت په یوه غونډه کې ویلي، چې په همدې موده کې ...

Read More »

یوناما له افغانستان سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس مطیع‌الحق خالص د یوناما له مرستیال برونو لمارکي سره په ليدنه کې د چاپېریال ساتنې د ستونزو، پر اقلیمي بدلونونو د اغېزو او په افغانستان کې د چاپېریالي پروژو د راجلبولو په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې مطیع‌الحق خالص له یوناما څخه ...

Read More »

د سپټمبر ۲۸مه؛ د معلوماتو د حق نړیواله ورځ

نن، د سپټمبر ۲۸مه، معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي د حق د اهمیت په اړه د پوهاوي لوړولو او د دغه حق د لا ښه پلي کېدو لپاره د هڅو د پیاوړتیا په موخه لمانځل کېږي. یونسکو په ۲۰۱۵ ...

Read More »

ملګرو ملتونو د افغان ښځینه متشبثو د ملاتړ لپاره د ۱.۷ میلیونه ډالرو پروګرام پیل کړ

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو له ادارې (UN Women) سره په ګډه د افغان ښځینه متشبثو د ملاتړ لپاره نوی پروګرام پیل کړی دی. د دې پروګرام لپاره ۱.۷ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي چې ټاکل شوې په راتلونکو ۱۲ میاشتو ...

Read More »

د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي، د چین له سفیر جاوشینګ سره د مخه‌ښې په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، هاشمي له افغان خصوصي سکټور ...

Read More »

هند او یوناما د افغانستان پر بشري وضعیت او اړتیاوو خبرې کړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام میسري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د ...

Read More »

د عامې روغتیا وزارت: د تړل شویو روغتیايي مرکزونو لپاره د بدیل ملاتړ هڅې روانې دي

د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه روغتیايي مرکزونه چې د نړیوالو بنسټونو د مالي ملاتړ د پای ته رسېدو له امله تړل شوي، د لنډمهالو پروژو له لارې فعال شوي وو او وزارت هڅه کوي چې د دغو مرکزونو لپاره نوی او بدیل ملاتړ برابر کړي. د یاد وزارت ویاند ...

Read More »

مجاهد: د پاکستان هوايي بریدونه «ړانده او بزدلانه» دي؛ مناسب ځواب به ورکړل شي

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه د کندهار، پکتیا او خوست پر ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې څلور ملکي افغانان شهیدان شوي دي. نوموړي دغه بریدونه «ړانده او بزدلانه» بللي او د ...

Read More »

حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه وغندل؛ له اسلام‌اباد یې د ښه ګاونډیتوب غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د کندهار، خوست او پکتیا پر سیمو وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.کرزي ویلي چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر بېلابېلو سیمو بريدونه کړې دي او داسې ښکاري چې اسلام‌اباد لا هم خپلې منفي تګلارې ته دوام ...

Read More »