Home » افغانستان (page 267)

افغانستان

امریکا د دوحې پر هوکړه بیا کتنه کوي

رویداد خبري آژانس

امریکا یو ځل بیا ویلي چې دوی د دوحې پر هوکړه بیا کتنه کوي. د سپينې ماڼۍ لخوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان له خپل افغان سیال حمدالله محب سره تلیفوني خبرې کړې دي. جک سلېوان ویلي دوی د ...

Read More »

مرکچي پلاوی:د بین الافغاني خبرو کې ځنډ له افغانانو قرباني اخلي

رویداد خبري آژانس

قطر کې د بین الافغاني خبرو په دویم پړاو درې اونۍ اوړي، خو تر دا مهاله پکې هېڅ پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی. د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي وايي، پوهیږي چې د مذاکراتو ځنډ له افغانانو قرباني اخلي خو په وینا یې دوی په دې برخه کې ...

Read More »

د بشري حقونو کمېسیون: درې ورځو کې ۴۴ عام وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په درې ورځو کې یعنی د مرغومې له ۲۹ مې تر د سلواغې لومړۍ نېټې پورې ۴۴ عام افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د بشري حقونو کمېسیون زیاتوي په دې کې ۸ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي. ...

Read More »

د نړۍ دیني عالمان د افغان سولې په تړاو کنفرانس جوړوي

د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې په لنډ وخت کې به د افغان سولې په اړوند د نړۍ د دیني عالمانو مفتیانو او مفکرانو کنفرانس جوړ شي. د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل دا خبرې د اسلامي نړۍ د اړیکو رئیس شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی د ...

Read More »

ننګرهار کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي ـ چارواکي

سیمه اییز چارواکي وايي د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ تړلې کنډو او دیوانې سیمو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي. چارواکي زیاتوي یو یې له درې میله کلاشینکوف سره ژوندی نیول شوی، یو میل دهشکه او نورې وسلې یې له ...

Read More »

هېواد کې ۸۰ کسان په کرونا اخته او اووه تنه نور مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۸۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او اووه تنه نور مړه شوي دي.له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۴۸۳ ته لوړ شوی دی. د روغتیا وزارت ...

Read More »

جسټین ټروډو:افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی

رویداد خبري آژانس

د کاناډا لومړي وزیر په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده. له ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په دې تلیفوني مکالمه ...

Read More »

دفاع وزارت:نهرسراج ولسوالی کې مو د طالبانو له زندانه ۲۷ بندیان ازاد کړي

د دفاع وزارت وایي چې افغان کومانډویانو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۷ بندیاین یې ازاد کړي دي. د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د کومانډو ځانګړو ځواکونو تیره شپه په دغه زندان باندې ...

Read More »

وحید عمر: د طالب بندیانو له خوشي کولو ترخه تجربه لرو

د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن چهارشنبه جنورۍ ۲۰( سلواغه۱) رسنیو ته ویلي افغان حکومت د پنځه زره طالب بندیانو له خوشي کولو خورا ترخه تجربه لري. د نوموړي په خبره افغان حکومت د سولې او ثبات د راتګ په نیت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل، خو دې مسئلې ...

Read More »

ننګرهار کې په هوایي بریدونو کې ۱۷ طالبان وژل شوي

رویداد خبري آژانس

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي پرون مازیګر په سپین غر او سره رود ولسوالیو کې د دوو هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار رسنیو دفتر پرون د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه نېټه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ...

Read More »