Home » افغانستان » چارواکي: په لغمان کې ۷۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ونیول شول

چارواکي: په لغمان کې ۷۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ونیول شول

‎د لغمان ولایت چارواکي وایي چې ملي امنیت منسوبینو یې په دغه ولایت کې ۷۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیولي دي.

د لغمان مرستیال والي خواجه محمد عصامي پرون شنبه (د کب ۱۶مه نېټه) په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل؛ ‎د ملي امنیت منسوبینو خپلو اوپراتیفي هڅو په پایله کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره په یوه هېنو ډوله موټر کې په ۱۹ بوریو کې بار چاودېدونکي توکي نیولي.

‎ښاغلی عصامي ویلي په دغو توکو کې سانیه سوز لینونه، پلتې او امونیم نایتریت چې ۷۵۰ کیلو ګرامه کیږي له یوه کس سره یوځای نیول شوي چې غوښتل د وسایطو ضد، چسپکي او نورو بېلا بېل ډوله ماینونو په جوړیدو کې ترېنه استفاده وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...