د امریکا د ملي امنیت سلاکار ‘جک سولیوان’ ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د خوندیتوب ضمانت نشي کېدای. جک سولیوان زیاته کړې، زموږ د ځواکونو له وتلو وروسته د وضعیت ارزونه نشي کېدای، چې جګړه به ادامه لري یا نه. جک سولیوان، چې د ...
Read More »بلېنکن: له افغانستانه تر وتلو وروسته به هم د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ ضد اقدام امکانات ولرو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا متحده ایالات به له افغانستان د ټولو امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته بیا هم د دې امکانات ولري چې له دې هېواده د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ په وړاندې په ځپل وخت اقدام وکړي. انتوني بلېنکن له یوې امریکایي رسنۍ سره ...
Read More »د جرمني دفاع وزیره:هغو افغانانو ته پناه ورکوو چې موږ سره یې کار کړی
د جرمني د دفاع وزیرې انګریت کرامپ کارنباور له خپل حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې په افغانستان کې یې له الماني ځواکونو سره کار کړی دی. انګریت کرامپ کارنباور له ډيپياې اژانس سره په مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې جرمني ...
Read More »اروپايي ټولنه: طالبان دې د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي
اروپایي ټولنه وایي تمه لري چې وسله وال طالبان د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي انډرېس وون پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده نو له همدې امله طالبانو ته په کار ...
Read More »جلال اباد کې؛ وسله والو په یوه برید کې د يوې کورنۍ ٨ غړي وژلي
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د شخصي شخړې له کبله د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي دي. د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وايي، د جلال آباد ښار ٩ مې ناحیې اړوند د نغلو سراچه علي خان په سیمه کې تېره شپه ۹ بجې د تراویح ...
Read More »ولسمشر: له امریکا سره شوي ستراتیژیک او امنیتي تړونونه به پر خپل ځای پاتې وي
ولسمشرغني وایي چې له امریکا سره شوې ستراتیژیک او امنیتي تړونونه به خپل ځای پاتې وي. د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا پرون جمعې په ورځ (د وري ۲۷مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې ارانجا ګوزالیزلایا سره په خبرو کې ...
Read More »دفاع وزارت: ۲۰ امنیتي ځواکونه د طالب له زندانه څخه آزاد شول
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان ځواکونو د نیمروز ولایت په “خاشرود” ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي. د دغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۱۷ د ...
Read More »جان کربي: که مو پر ځواکونو کوم برید وشي نو له سخت ځواب سره به مخ شي
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي د ځواکونو د وتلو په موده کې یې که پر ځواکونو هر ډول ترهګریز برید کېږي نو له سخت او قوي ځواب سره به مخ شي. جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي د جو بایډن ...
Read More »هند په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښوودلې ده
هند په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي. هند همدا راز ویلي چې په افغانستان کې ...
Read More »ناټو: له افغانستانه د سرتیرو اېستل به د مې له لومړۍ نېټې پیل کړو
ناټو اعلان کړی چې له افغانستانه د غوڅ ملاتړ ماموریت د سرتیرو اېستل به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړه کړي. دا اعلان په هغه اعلامیه کې شوی چې ناټو تېره شپه خپره کړه. پرون له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس