Home » سیمه او نړی (page 179)

سیمه او نړی

ټرمپ:هیڅکله به ایران د اټومي وسلو څښتن نه شي

رویداد خبري آژانس

امریکا یو ځل بیا ویلي چې ایران به هیڅکله د اټومي وسلو څښتن نه شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې امریکا به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ولري. نوموړي ...

Read More »

د پاکستان د هوایي ځواکونو یوه الوتکه په پینډۍ کې غورځېدلې

رویداد خبري آژانس

د پاکستان د هوایي ځواکونو یوه الوتکه د یاد هېواد په پینډۍ کې را نسکوره شوې ده، خو چارواکي وایي چې پیلوټ یې د الوتکې تر غورځېدو وړاندې له فراشوټ نه په استفادې خپل ژوند ژغورلی دی. د پاکستاني پوځ د هوایي ځواک ویاند ویلي، تر اوسه معلومه نه ده ...

Read More »

د هوا پيژندنې اداره:پرامریکا له دوو لوریو سمندري‌ طوفان را روان دی

رویداد خبري آژانس

د امریکا د متحده ایالاتو د طوفان ملي مرکز د اتلانتیک په سمندر او د مکسیکو په خلیج کې څو سمندري موسمي طوفانونه څاري چې امریکا ته یې مخه کړې ده. دا پداسې حال کې دي چې د پاولټ په نامه طوفان د برمودا جزیرې ته رسیدلی او د سالي ...

Read More »

یونان زرګونه پناه غوښتونکي په موقتي کمپونو کې مېشت او ځای پرځای کړي

رویداد خبري آژانس

د یونان حکومت وايي هغه زرګونه پناه غوښتونکي به په موقتي کمپونو کې مېشت او ځای پرځای کړي چې د لیسبوس په ټاپو کې یې کمپ وسوځېده. د یونان د لیسبوس په ټاپو کې د «موریا» په کمپ کې شاوخوا ۱۲زره پناه غوښتونکي اوسیدل‌ چې اوس له سرپناه پرته ژوند ...

Read More »

د بېلاروس ولسمشرله خپل روسې سیال ویلادمیر پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته تللی

رویداد خبري آژانس

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د دوشنبې په ورځ، سپټمبر ۱۴مه له خپل روسي سیال ویلادمیر پوتین سره د خبرو لپاره د روسیې سوچي ښار ته تللی دی. تمه کېږي چې لوکاشینکو ددغه سفر په ترڅ کې د خپل حکومت د بقا لپاره د روسیې له ولسمشر نه د ملاتړ ...

Read More »

بیلاروس کې د جمهور رئیس په خلاف مظاهرې کړې

رویداد خبري آژانس

د بیلاروس په پایتخت منسک کې شاوخوا سلو زرو کسانو د جمهور رئیس الکزاندر لوکاشنکو په خلاف مظاهرې کړیدي. په بیلاروس کې د اګست د میاشتې راپدیخوا چې د جمهوري ریاست انتخابات شوي، خلک د جمهور رئیس په خلاف مظاهرې کوي خو نن د یکشنبې په ورځ، سپټمبر ۱۳ (وږي۲۳) ...

Read More »

برازیل کې د کرونا له امله د مړه شویو کسانو شمېر له ۱۳۱ زرو واوښت

رویداد خبري آژانس

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، برازیل کې تر دې دمه له ۴ میلیون او ۳۳۰ زرو نه ډېر کسان پر کرونا وبا اخته شوي، چې له ډلې یې ۱۳۱ زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. نړۍ کې بیا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو ...

Read More »

شمالي وزیرستان کې؛چاودنې ۴ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

رویداد خبري آژانس

د شمالي وزیرستان په میران شاه کې د امنیتي پوستې تر څنګ چاودنې څلور پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې دا چاودنه په میرانشاه کې د پوځیانو پوستې ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې پوځیان له ګزمې څخه د راستنېدو پر مهال ...

Read More »

د پاکستان یو عدالت عیسوي ته د مذهب سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې

رویداد خبري آژانس

د پاکستان په لاهور کې یو عدالت عیسوي اصف پروېز ته د مذهب سپکاوي ډکو پیغامونو استولو په تور د مرګ سزا اورولې ده. اصف پروېز ۳۷ کلن دی او ورته د سېپټېمبر پر اتمه د لاهور عدالت د هغې مقدمې په ترڅ کې سزا اورولې چې د ۲۰۱۳ز کال ...

Read More »

مومندو کې د غره ښوېدو له کبله۲۳ تنه وژل شوي

رویداد خبري آژانس

د مومندو په ساپو تحصیل کې د مرمرو کاڼو د یوه غر ښوېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ تنو ته ورسېد، د چارواکو په وینا ښايي درې تنه نور هم تر کنډکپرو لاندې وي چې د موندلو او رااېستلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي. په وروستیو رااېستل ...

Read More »