د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د بدخشان ولایت په درواز ولسوالۍ اړوند سیمه کې، د آمو سیند هغې غاړې ته د یو تفريحي پارک او څو نورو پراختیايي پروژې پرانستې پر مهال، د بدخشان ولایت د درواز اوسېدونکو سره د لوډ اسپیکر له لارې خبرې وکړې. د بدخشان د ...
Read More »امریکا د ایران د تیلو ټانکرونه ضبط کړي
له ایران څخه ونزوئلا ته پر لاره د تیلو ټانکرې د امریکا متحده ایالاتو له لوري ضبط شوي دي. د امریکا عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې د امریکا ځواکونو هغه بار وړونکي ټانکرونه چې د اټکل له مخې یو میلیون او یو لک او ۱۶ زره بېرله ...
Read More »د کابل او پاکستان ترمنځ له سره الوتنې پیلېږي
د هېواد د هوايي چلند ملي اداره وايي د کابل او اسلام اباد تر منځ به الوتني د دوشنبې په ورځ له سره پیل شي. د دغې ادارې مشر ویلي، پاکستان افغانانو ته د ویزې د ورکړې بهیر پیل کړی او د دوشنبې په ورځ به د پاکستان د PIA ...
Read More »په نیمروز بندر کې د ستونزو پر ختمولو له ایران سره توافق کړی
د رپوټونو له مخې د نیمروز ولایت مرستیال والي د ایران بلوچستان ته تللی و او هلته ددواړو هېوادونو چارواکو په سوداګرۍ او ترانزیت کې پر شته ستونزو خبرې کړې دي. ایراني رسنۍ وایي په دې لیدنه کې توافق شوی دی چې په بندرونو کې به ستونزې ختمېږي او ددواړو ...
Read More »سوداګرۍ وزارت: د هوایي دهلیزونو له لارې صادرات ۲۹ سلنه ډېر شوي
سوداګرۍ وزارت وایي چې بهر ته د هوایي دهلیزونو له لارې د افغانستان د صادراتو کچه کې ۲۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د نړۍ هېوادونو یو شمېر احتیاطي تدابیر ونیول چې د افغانستان په ...
Read More »افغان حکومت ازبکستان سره د برېښنا لس کلن تړون لاسليکوي
ټاکل شوې افغانستان له ازبکستان سره د روانې زمري میاشتې په دیرشمه نيټه د لسو کلونو لپاره د برښنا د لیږد نوی قرارداد هم لاسلیک کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال عمر زاکوف سردار سره په ویډیو کنفرانس کې ...
Read More »لغمان کې سږکال د امو حاصلات شاوخوا (۱۰۰۰) زر کیلو ګرامو ته رسیږي
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امو ونو د ترویج په پار د امو بڼونه یې جوړ کړي او د یادې مېوې ونې یې تر روزنې لاندې نیولي دي، چې پایلي یې مثبتې دي. د لغمان دکرنې رییس انجنیر محمد ...
Read More »ننګرهار کې ښځو ته د کرنې په موخه ځمکې په اجاره ورکول کیږي
ننګرهار کې مېرمنو ته د کرنيزو فعاليتونو په موخه ځمکې په اجاره ورکول کيږي. د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددې ولایت د وادې کرنيز شرکت رئيس عبدالقهار حيدري مېرمنو سره د يوې ناستې پر مهال وويل، چې ټاکل شوې مېرمنو ته د کرنيزو فعاليتونو په ...
Read More »په افغانستان کې د شفتالو د حاصلاتو کچه لوړه شوې
په هېواد کې د شفتالو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده. د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یوې رسنۍ سره په خبرو کې وویل، چې دوی د بڼوالۍ د پراختیا په پار ګڼ پروګرامونه پلي کړي، چې ورسره په هېواد کې د بڼوالۍ چارې ...
Read More »د انجې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا
په هلمند ولایت کې د انجې کرکيله او سوداګري په غوړېدو ده او هلمندي بزګران انجې (هنګ) کرکېلي ته لېوال شوي دي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس