Home » افغانستان » افغانستان له اماراتو سره نن سیالي کوي

افغانستان له اماراتو سره نن سیالي کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن ( دوشنبې، د لړم۲۸مه ) د متحده عربي اماراتو له ۱۹ کلونو کم عمر لوبډلې سره سیالي ترسره کړي.

دغه لوبه نن د کابل پر وخت سهار لس بجې پیلېږي.

د کرکټ د دې درې اړخیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان پاکستان ته د سلو منډو په توپير ماتې ورکړې وه، خو په بله لوبه کې بیا پاکستان متحده عربي اماراتو ته په لسو ویکټونو ماته ورکړې وه.

د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان په دې سیالیو کې هره لوبډله باید دوه-دوه ځلې له یو بل سره مخامخ شي.

دا سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې دویمه سیالي به د روانې اوونۍ چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د نوولس‌‌‌ کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...