نیوزیلنډ وايي له افغانستان یې خپل سرتېري وباسي ددغه هېواد لومړۍ وزیرې جاسیندا آردرن په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې سرتېرو د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی او اوس ددې وخت دی چې خپل سرتېر تر مې ...
Read More »ډیفنس آن نشریه:د افغان سولې او اوربند لپاره لا هم ګڼ خنډونه موجود دي
ديفنس آن نشریې د افغانستان د مسایلو له څارونکو سره په یوه مرکه کې د سولې او اوربند په برخه کې د خنډونو په اړه خبرې کړې دي. دغه شنونکو ویلي چې د طالبانو او داعش تر څنګ په افغانستان کې فاسد چارواکي او همدا راز ځایي قومندانان د دایمي ...
Read More »چارواکي:هلمند کې د يوې مياشتې په جريان کې۳۰ غله نيول شوي
د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، د تېرې یوې میاشتې په جریان کې ۳۰ تنه غله نیول شوي دي. دهلمند امنيه قوماندانۍ دجنايي پيښو پروړاندي دمبارزي مدير سمونمل سيد عبدالغفار نوري په یوه غونډه کې چې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، چې د يوې مياشتي په جريان کې ٣٠ تنه ...
Read More »د اسدالله خالد ساتونکي ځان وژنه کړې
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ملي دفاع وزارت د مقام ساتونکی محمد افضل چې څو ورځې وړاندې له خپل زوی سره په کور کې مړه پیدا شول ترور شوي نه و بلکې یوه جنایي قضیه وه. د ولسمشر ماڼۍ د لومړي مرستیال له دفتره د شپږنیمو بجو ...
Read More »ناټو: تر هغو چې وضعیت سم نه شي له افغانستانه نه وځو
ناټو وایي د شرایطو تر برابرېدو به یې سرتېري په افغانستان کې وي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو ددفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته ویلي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان شل کاله مخکې وضعیت ته ستون شي. د سټولټنبرګ په خبره د ناټو ...
Read More »نیویارک ټایمز:روان ژمی طالبانو د تېر پر خلاف خپلې جګړې ډېرې کړې دي
نیویارک ټایمز وایي سره له دې چې په افغانستان کې هوا سړه ده او په تېرو کلونو کې به په دې موسم کې جګړې نه کېدې، خو روان ژمی طالبانو د تېر پر خلاف خپلې جګړې ډېرې کړې دي او اوس هم پر ښارونو د بریدونو هڅه کوي. نیویارک ټایمز ...
Read More »دفاع وزارت: بغلان کې کمانډو ځواکونو د طالبانو له زندانه ۴۲ کسان ازاد کړل
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، کومانډو ځواکونو په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۴ کسان یې ازاد کړې دي. دغه وزارت نن سې شنبه (د سلواغې۲۸مه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځانګړو ځواکونو قطعې تېره شپه ...
Read More »ننګرهار کې د داعش ۷ ځانمرګي او کلیدي کسان وژل شوي
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د چارواکو په وینا د داعش ۷ ځانمرګي او کلیدي کسان وژل شوي دي. د ننګرهار د رسنیو دفتر نن دوشنبه (د سلواغې ۲۷مه نېټه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان تېره شپه د جلااباد ښار د اوومې حوزې په غوچکو سیمه ...
Read More »یوناما:افغانستان کې هدفي وژنو په خلکو کې وېره رامنځته کړې
یوناما وايي، د تېر کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې چې د سولې خبرې پیل شوي، په افغانستان کې د بشري حقونو او د رسنیو لږترلږه ۱۱ مدافعان او کارکوونکي په هدفي حملو کې وژل شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما نن په یوه خپاره ...
Read More »د مهاجرت نړیوال سازمان: ملیونونه افغانان به له وچکالۍ او قحطۍ سره مخامخ شي
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وایي، په افغانستان کې د ورښتونو د کمښت او وچکالۍ له امله به په ملیونونو کسان له قحطۍ سره مخامخ شي. «IOM» پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان کرنه پر بارانونو او د واورو د ویلیدو په اوبو پورې ډېره تړلې او ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس