Home » افغانستان (page 204)

افغانستان

ګوټيريش: طالبانو د ښځو په اړه کړې ژمنې ماتې کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو کوټيريش د ميرمنو پر وړاندې د طالبانو دريځ او چلند د اندېښنې وړ بولي او وايي، دې ډلې د افغان ميرمنو په اړه کړې ژمنې ماتې کړې دي. نوموړي پرون ناوخت د (تلې په ۱۹مه) نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، د افغان ميرمنو په اړه ...

Read More »

ايران کې د ترافيکي پېښې له امله ۵ تنه افغانان مړه شوي

ايراني چارواکو خبر ورکړی چې د يوې ټرافيکي پېښې له امله ۵ تنه افغان وګړي مړه شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي. ايراني رسنيو د چارواکو په حواله ويلي، د سوارلۍ يو موټر چې ۲۵ تنه افغانان په کې سپاره ول، د دغه هېواد سيستان او بلوچستان په لويه ...

Read More »

عمران خان بيا له نړيوالو غوښتي چې له طالبانو سره تعامل وکړي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا له نړيوالو غوښتي چې له طالبانو سره کار ورکړي څو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه پياوړی حکومت رامنځته شي. نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبه د (تلې په ۱۹مه) کړي او زياته کړې يې ده، که ...

Read More »

د امريکا په کابل کې خپلو وګړو ته د امنيتي ګواښ خبرداری ورکړی

د امريکا بهرنيو چارو وزارت کونسلي برخې په افغانستان کې بند پاتې امريکايي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د امنيتي ګواښ له امله دې په کابل ښار کې له مهمو ځايونو او په ځانګړې توګه د سرينا هوټل له شاوخوا لرې شي. دې وزارت زياته کړې، که امريکايي وګړي حتا ...

Read More »

پاکستان: په افغانستان کې سوله او ثبات د مرکزي اسيا او سيمه‌ييز پيوستون لپاره مهم دي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي سيمه‌ييز پيوستون او په مرکزي اسيا کې د فعال اقتصادي تحرک دوام يوازې د افغانستان له لارې ممکن بللی او ويلي يې دي چې دا هېواد د پيوستون عمده نقطه ده. نوموړي عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې له رسنيو په خبرو ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو په دوام سره دوه کسه نور هم وژل شوي

د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، په ياده سيمه کې د ځوانانو او قومي مشرانو هدفي وژنو روز اخيستی او په دې ترڅ کې تازه دوه تنه نور هم په سپينوام او دته‌خېلو کې وژل شوي دي. دوی زياتوي، لومړۍ پېښه پرون يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) په سپينوام کې ...

Read More »

بهرنيو چارو وزارت: امريکا سره د بشري مرستو او سياسي اړيکو په اړه سپينې خبرې شوي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت پلاوي په دوحه کې د امريکا له پلاوي سره د افغانستان پر اړوندو مسئلو سپينې خبرې کړي او ياده ناسته د دواړو لوريو ترمنځ د تفاهم ښه فرصت بللی شوی دی. د ياد وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې ...

Read More »

نړۍ ديني عالمان: کندز کې پر جومات شوې چاودنه جنايت دی

د اسلام ديني عالمانو نړيوالې ټولنې د کندز په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو شوې  چاودنه غندلې او دا پېښه يې د ټولو شرعي اصولو خلاف عمل او جنايت بللی. دې ټولنې نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، پر هر دول عبادت ...

Read More »

متقي: له امريکا سره په خبرو کې پر متقابلو همکاريو بحث شوی

د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي وايي، د امريکا او طالبانو د پلاويو ترمنځ په قطر کې د دوه اړخيزه همکاريو پر اېجاد او دوام باندې بحث شوی دی. نوموړي زياته کړې چې دواړو لوريو د همکاريو پيلولو په اړه د نظر يووالی درلود او په خبره يې ...

Read More »

ملګرو ملتونو امنيت شورا: د کندز خونړۍ چاودنې له عاملانو سره دې حساب وشي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د کندز ښار اړوند په سېداباد جومات کې شوې چاودنه غندلې او ټينګار يې کړی چې د يادې پېښې عاملان بايد ژر تر ژره تشخيص او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي. دې شورا په کندز کې ياد بريد چې شاوخوا ۱۵۰ تنو ته ...

Read More »