Home » Author Archives: roydad (page 109)

Author Archives: roydad

کابل کې دوه تنه انسان تښتوونکي نيول شوي

د کابل امنيه قومندانۍ خبر ورکړی چې په پل‌څرخي سيمه کې يې دوه تنه انسان تښوونکي نيولي او يو ماشوم يې هم د دوی له منګولو ژغورلی دی. امنيې قومندانۍ رويداد ته په لېږلې خبرپانه کې زياته کړې، ياد دوه انسان تښوونکي حميد او توحيد نومېږي چې يو ماشوم يې ...

Read More »

امريکا: د طالبانو پر ضد د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوو

د افغانستان لپاره د امريکا ځانکړي استازي توماس وسټ وايي، هڅه کوي چې له طالبانو سره د تعامل له لارې د يادې ډلې پاليسي اصلاح کړي. نوموړي پرون سې‌شنبه د (سلواغې په ۲مه) په يوه انلاين غونډه کې ياته کړې، امريکا له هېڅ داسې ډلې ملاتړ نه کوي چې د ...

Read More »

کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د علي وزير ضمانت رد کړ

پښتون ژغورنې غورځنګ غړو خبر ورکړی چې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد  محکمې له زندان څخه د علي وزير د خلاصون په موخه وړاندې شوی ضمانت رد کړی دی. د علي وزیر مدافع وکيل قادر خان اېډوکېټ هم رسنيو ته ويلي، چې د محکمې د تېرې پرېکړې له مخې ...

Read More »

نصير احمد فايق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ستازولۍ پر څوکۍ پاتې شو

په داسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ د څوکۍ پر سر ناندرۍ دوام لري، تازه د يادې استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق خبر ورکړی چې نوموړي بېرته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ پر څوکۍ د سرپرست په توګه پاتې شوی ...

Read More »

برېتانيا: په افغانستان کې بشري وضعيت ته په تمه پاتې کېدل به سختې پايلې ولري

د برېتانيا بهرنيو چارو وزارت ويلي، هڅه کوي چې له ملګرو ملتونو سره افغانستان ته د بشري مرستيو په راټولو کې مخکښ رول ادا کړي. د برېتانيا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، په پام کې ده چې برېتانيا په همدې موخه افغانستان ته ...

Read More »

اروپايي ټولنه: طالبانو پسرلي کې د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستې ژمنه ورسره کړې

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن وايي، قطر ته د اميرخان متقي په مشرۍ پلاوي د ليدنو پرمهال ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکي پسرلي کې به د هلکانو او نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې پرانيزي. نوموړې په دې اړه خپل ټوېټر کې ...

Read More »

حکومت: پر هېڅ هېواد د تجاوز نيت نه لرو، له دوی هم ورته درناوی غواړو

نن سې‌شنبه د (سلواغې ۲۶مه) له افغانستان څخه د پخواني شوروري اتحاد ځواکونو د وتلو له ۳۳مې کليزې سره برابره ده. اسلامي امارت په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، افغانانو تل په ځان کې د خپلواکۍ حس په خورا قووت سره ساتلی دی او د خپلواکۍ ...

Read More »

نبيل: د مقاومت مشرانو د ISI له مشر سره په ليدنې، خپله داعيه کمروزې کړه

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت‌الله نبيل د مقاومت جبهې د مشرانو له لوري پر وروستۍ هغې لېدنې نېوکه کړې چې د پاکستان استخباراتي شبکې له مشر نديم انجم سره يې کړې ده. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې عطاءمحمد نور، عبدالرشيد دوستم او محمد محقق ته په خطاب ...

Read More »

کانګرېس غړي: په افغانستان کې د نظام له سقوط سره، بايډن د امريکا نوم بد کړ

د امريکا د استازو په جرګه کې جمهوري پالو استازو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ شپږو مياشتو پوره کېدو ته غبرګون ښودلی دی. د استازو جرګې دې غړو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ولسمشر جوبايډن پړ بللی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د جمهوري ...

Read More »

د جرمني لومړی وزير روسيې ته د لوېديځ د پيغام رسولو لپاره مسکو ته ځي

مسکو ته د لوېديخ هېوادونو د مشرانو د سفرنو په لړ کې ټاکل شوې نن سې‌شنبه د (سلواغې په ۲۶مه) د جرمني لومړی وزير اولاف شولز د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لېدنې په موخه مسکو ته لاړ شي. د نوموړي د سفر په اړه په خپرو شويو ...

Read More »