Home » Author Archives: رویداد خبری آژانس (page 86)

Author Archives: رویداد خبری آژانس

فوميو کيشيدا د جاپان نوی لومړی وزير وټاکل شو

د جاپان پارلمان تازه د لېبرال ډيموکراټ ګوند مشر فوميو کيشيدا چې په پارلمان کې اکثريت نفوذ لري، د دغه هېواد د نوي لومړي وزير په توګه تائيد کړ. نوموړي د لومړي وزير تر ټاکل کېدو يوازې يوه اوونۍ وړاندې د خپل لېبرال ډيموکراټ ګوند مشري هم په غاړه واخېسته. ...

Read More »

پېنډورا اسناد: د څېړونو پايلې ښيي چې د ځينو هېوادو برحال او پخواني مشران پټې شتمنۍ لري

د څېړنيزو خبريالانو نړيوال کنسورشيم د يوې څېړنې په خپرو کړو پايلو کې د يو شمېر هېوادونو برحال او پخوانيو مشرانو د لسګونه او ان سلګونه مېليونه ډالرو په اندازه له پټو شتمنيو پرده پورته کړې. د يادو موندنو له مخې، شاوخوا ۳۵ تنه اوسني او پخواني مشران او دغه ...

Read More »

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د طالبانو چلند هڅوونکی نه دی

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې رامنځته شوو تحوولات او دغلته موجوده وضعيیت له نږدې څاري چې په خبره يې يوه خورا ناسم لور ته روان دی. د دې ټولنې د بهرني سياست مشر جوزېف بورېل پرون ناوخته د (تلې په ۱۱مه) له خپل سعودي سيال سره يوه ګډ خبري ...

Read More »

د کرکټ ملي لوبډله ۲ورځې وروسته د شل اووريز نړيوال جام سياليو لپاره عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د کرکټ په نړيوال ۲۰اووريز جام کې د ګډون په موخه به، د کرکټ ملي لوبدله د اکټوبر په ۷مه عربي اماراتو ته روانه شي. د کرکټ بورډ د مسوولانو په خبره، عربي اماراتو ته د ملي لوبډلې د سفر ټولې تخنيکي چارې ...

Read More »

واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې ۷۰ سلنه رسنيو فعاليت درېدلی

د افغانستان خبريالانو ملي اتحاديه وايي، دامهال په افغانستان کې د رسنيو وضعيت د بل هر وخت په پرتله خراب شوی او حتا ډېرو رسنيو د ناسم مالي وضعيت له امله خپل فعاليتونه ځنډولي دي. د يادې اتحاديې د رسنيو برخې مسوول مسرور لطفي نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۱مه) ...

Read More »

عام افغانان: پښتونخوا او پاکستان ته د تګ پرمهال ترې تورخم کې پيسې اخيستل کېږي

يو شمېر عام افغانان شکايت کوي چې د اړتيا او درملنې په موخه پښتونخوا او يا هم پاکستان ته تګ پرمهال ترې، تورخم کې د وېزې په لرلو سربېره هم د پاکستاني ځواکونو له لورې پيسې اخيستل کېږي. دوی زياتوي چې دې وضعيت ناروغ افغانان چې د درملنې په موخه ...

Read More »

د افغانستان نجونو فوټبال ملي لوبغاړي پرتګال کې مېشت شوي

کابل ته د اسلامي امارت له دننه کېدو سره له هېواد دباندې د افغان ځوانانو د تګ لړۍ پيل شوه او په بهر کې مېشت شول. د افغانستان نجونو فوټبال ملي لویغاړې هم د يادو ځوانانو په ډله کې وو چې له افغانستان څخه د وتلو په لومړي ګام کې ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې له امله د ماشومانو خوارځواکۍ په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې په دغه هېواد کې لوږه په شدت سره مخ زياتېدو ده . د ملګرو ملتونو د ماشومانو برخې يا UNICEF مسوولانه وايي، د لوږې زياتېدو افغان ماشومان د ...

Read More »

امريکا کې لسګونه زره ښځو د سقط حق ترلاسه کولو لپاره پر اعتراض لاس پورې کړی

د امريکا په متده ايالاتو کې مېرمنې د محکمې هغه پرېکړه ناسمه بولي چې ګواکي د ميندوارۍ پرمهال يې په خپله خوښه سقط ناقانونه عمل ګرځولی دی. د ټېکساس محکمې د پرېکړې له مخې، په دې ايالت کې ميرمنې نه شي کولی چې له ميندوارۍ ۶ اوونۍ وروسته ماشوم سقط ...

Read More »

ايکنبېري: له امريکا سره د همکارۍ په اړه د عمران خان خبرې دروغ دي

په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير کارل ايکنبېري د عمران خان پر هغوی څرګندونو سختې نيوکې کړې چې واشنګټن پوسټ ته يې په يوه لېکلې مقاله کې له امريکا سره د همکاريو اړه کړې دي. ايکنبېري کلېرنس جابز مجلې ته په خپله تازه مرکه کې ويلي، عمران خان دا ...

Read More »