Home » Author Archives: رویداد خبری آژانس (page 51)

Author Archives: رویداد خبری آژانس

يوناما افغانستان ته د مرستو رسولو په اړه د امنيت شورا له پرېکړې هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون چهارشنبه ناوخته د (مرغومي په لومړۍ) هغه پرېکړه‌ليک تصويب کړ چې له مخې يې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد اسانه کېږي. په دې پرېکړه‌ليک کې د افغانانو پر لوږې د انديښنې څرګندولو ترڅنګ ويل شوي، له افغانستان سره ترسره کېدونکي بشري مرستې د ...

Read More »

اېتوپيا حکومت د اوربند په اړه د ټېګري وسله‌والو وړانديز رد کړ

په داسې حال کې د اېتوپيايي ځواکونو په دې هېواد کې ټېګري وسله‌وال په شا تمبولي، يادو وسله‌والو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د لومړي وزير ابي احمد په مشرۍ د اېتوپيا حکومت ته د اوربند وړانديز کړی. دغه وړانديز د تېرې دوشنبې په ورځ د ټېګري د خلکو ...

Read More »

شاهين: پر افغانستان د بنديزونو دوام د بشري حقونو ښکاره نقض دی

د طالبانو د قطر سياسي دفتر غړی او د اسلامي امارت له لوري د افغانستان استازولۍ ته نومول شوی سهېل شاهين وايي، پر افغانستان د بنديزونو دوام د بشري حقونو د خونديتوب په مانا نه دی. نوموړی په دې اړه نن چهارشنبه د (مرغومي په لومړۍ) خپل ټوېټر کې لېکلي، ...

Read More »

علم ګل حقاني: کابل کې مو د پاسپورټ ښځينه کار کوونکو شمېر زيات کړی

د پاسپورټ عمومي رئيس علم ګل حقاني وايي، په کابل کې لا هم د پاسپورټ متقاضيانو شمېر زيات دی او په خبره يې يادو متقاضيانو ته د پر وخت رسېدنې لپاره، د ښځينه کارکوونکو شمېر زيات کړی دی. نوموړي له رويداد خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، په وروستۍ ...

Read More »

امريکا: افغانستان ته د نغدو مرستو لېږلو لپاره له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوو

امريکايي چارواکو ويلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعيت ته په پام سره، هڅه کوي څو له ملګرو ملتونو سره په ګډه داسې لارې چارې پيدا کړي څو پرې افغانستان ته نغدې مرستې ولېږي. دا څرګندونې د امريکا بهرنيو چارو وزير نېډ پرايس پرون ناوخت د (لېندۍ په ۳۰مه) واشنګټن ...

Read More »

بلېنکن: د افغانستان له جکړې مو ډېر څه زده‌ کړي

رویداد خبري آژانس

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د روان ۲۰۲۱ زېږديز کال وروستيو ورځو ته په اشارې سره ويلي، دا مهال هېڅ امريکايي سرتېری په افغانستان کې موجوديت نه لري. نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې د دوو لسيزو جګړې پرمهال يې، له يادې جګړې ډېر څه زده‌ کړي ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د دوو قبېلو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته روان ده

د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکو خبر ورکړی چې دغلته د دوو قبېلو ترمنځ د ځمکې پر سر جګړه پيل شوې او لا هم دوام لري. د دوی په خبره، دغه نښته په ميرعلي کې د ايپي او مديخېلو قبېلو ترمنځ روانه ده چې دواړه لوري په کې د يوه او ...

Read More »

لاريونوال: امريکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي

په کابل کې سلګونه تنه عام خلک چې ښځې هم په کې وې، نن د سې‌شنبې په ورځ د (لېندۍ په ۳۰مه) د اعتراض په توګه را ووتل او له امريکا يې وغوښتل چې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي. دوی چې په کابل کې د امريکا سفارت مخې ...

Read More »

د روغتيا نړيوال سازمان د کريسمس مراسمو د لغوه کولو وړانديز کړی

د روغتيا نړيوال سازمان يا WHO په نړۍ کې د کرونا نوې بڼې يا اومېکرون په چټکه توګه له خورېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې په پراخه کچه د يادې ناروغۍ خورېدو په ترڅ کې د احتمالي مرګ ژوبلې مخنيوي په موخه، اړتيا ده چې د کريسمس مراسم ...

Read More »

ترکيه: له قطر سره په ګډه د افغانستان ۵ هوايي ډګرونو د مديت کولو مسووليت اخلو

ترکي چارواکو خبر ورکړی چې له قطر سره د ګډې همکارۍ پر بنسټ هڅه کوي څو په افغانستان کې د کابل هوايي ډګر په شمول، د ۵ نورو هوايي ډګرونو د مديريت او سمبالونې مسووليت هم واخلي. دا څرګندونې د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو پرون دوشنبه د ...

Read More »