Home » Author Archives: رویداد خبری آژانس (page 232)

Author Archives: رویداد خبری آژانس

عباس بصیر: په افغان پوهنتونونو کې د تحصیلي رشتو د ډېرولو جدي اړتیا ده

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لپاره نوماند وزیر وایي د افغانستان په پوهنتونو کې د تحصیلي رشتو د ډېرولو جدي اړتیا ده. د نوموړي په خبره د هېواد په پوهنتونونو کې دمګړی یوازې ۹۰ رشتې تدریس کېږي په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې نږدې ۳ ...

Read More »

کورنیو چارو وزارت؛د پولیسو تشکیلاتو ته ۱۵زره نورعسکر جذبوي

رویداد خبري آژانس

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو د نوې ستراتيژۍ له مخې ټاکل شوې چې د پولیسو تشکیلاتو ته ۱۵زره نور عسکر جذب شي. د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست نوماند وزیر مسعود اندرابي چې د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) د ولسي جرګې غړو ته خپل ...

Read More »

دفاع وزارت:د دشت ارچي ولسوالۍ ډیری سیمې له طالبانو څخه پاکې شوې

رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت وايي د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ ډیری سیمې له طالبانو څخه پاکي کړي دي. وسله والو طالبانو دوه شپې وړاندې د دشت ارچي ولسوالۍ پر مرکز بريدونه وکړل چې د سرچينو په خبره،د دې ولسوالۍ بازارته هم ننوتل. خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن ...

Read More »

هلمند کې له۵۰۰ بېځایشو کورنیو سره مرسته وشوه

رویداد خبري آژانس

په هلمند کې د ورستیو جګړو له امله بېځایه شو ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه. په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي الحاج محمد کریم اتل په خپل شخصي لګښت پرون دوشنبې په ورځ، د نومبر۱۷ (لړم۲۷) د بیځایشو کورنیو سره مرسته ...

Read More »

افغان حکومت له زیمنس انرژي کمپنۍ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

رویداد خبري آژانس

افغان دولت له زیمنس انرژي کمپنۍ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. له ولسمشرۍ ماڼیه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا هوکړه لیک نن په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې د برېښنا شرکت او زیمنس کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شوی دی. خبرپاڼه کې راغلي، د ...

Read More »

انټي ورنشریه:هغه کسان د جګړې دوام غواړي چې ګټې یې په جګړه کې دي

رویداد خبري آژانس

هغه کسان د جګړې دوام غواړي چې ګټې یې پکې خوندي دي په افغانستان کې د امریکایي جګړې د ختمولو جدي اړتیا ده. انټي ور نشریه وایي په افغانستان کې د امریکا جګړه شل کلنه شوه او ټول امریکایان ددغه جګړې د لا دوام مخالف دي. سرچینه وایي چې په ...

Read More »

ارغندیوال:که مو رایه راکړه تر۲۰۲۵کال پورې د هېواد ملي عواید تر ۴۰۰ میلیارده افغانیو رسوم

رویداد خبري آژانس

د مالیي وزارت لپاره نوماند وزیرعبدالهادي ارغندیوال وایي که د ولسي جرګې وکیلانو رایه ورکړه، نو ملي عواید تر ۴۰۰ میلیارده افغانیو ورسوي. د افغانستان د مالیې وزارت لپاره نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال نن دوشنبه د نومبر ۱۶(لړم۲۶) د ولسي جرګې په غونډه کې د باور رایې اخیستو په موخه ...

Read More »

د ټرمپ پلویانو په واشنګټن کې لاریون وکړ

رویداد خبري آژانس

په واشنګټن ډي سي ښار کېيوه ډله اعتراض کوونکو د دونالد ټرمپ د ادعاو ملاتړ وکړ چې وایي په انتخاباتو کې درغلي شوي؛ هغه ادعاوی چې تر اوسه ندي ثابتې شوي. تر اوسه څرګنده نده چې دوه ورځې وړاندې د نومبر په ۱۴ (لړم ۲۴) مظاهرو کې څومره شمیر خلکو ...

Read More »

د اسټرالیا په راروانو بیګ باش سیالیو لپاره نوي اصول وټاکل شول

رویداد خبري آژانس

د اسټرالیا په راروانو بیګ باش سیالیو کې د دې لیګ مسولینو درې نوي تغیرات او اصول ټاکلي، چې ۲۰۲۰ کال بیګ باش سیالیو کې به پلي شي. نړیوالو قوانینو ته په کتو، په شل اوریزو لوبو کې لومړي شپږ اوره ((Power Play کې دوه لوبغاړو ته له دیرش متره ...

Read More »

د کورنیو چارو وزارت:د کندهار او هلمند وروستیو جګړو کې د طالبانو ۵۵ قوماندانان وژل شوي

رویداد خبري آژانس

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار او هلمند وروستیو جګړو کې د طالب وسله والو ۵۵ قوماندانان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېره یکشنبې په ورځ،د نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) په کابل کې یوې خبري کنفرانس ته وویل، چې په هلمند کې د ...

Read More »