د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي ژمنه کړې چې د خپل هیواد تر ټولو جګپوړي اتومي ساینسپوه محسن فخریزاده د وژل کیدو غچ به اخلي. ښاغلي خامنه اي همدارنګه ژمنه کړې چې د ساینسپوه محسن فخریزاده کار ته به ادامه ورکوي. دا ساینسپوه پرون د جمعې په ...
Read More »قطر کې مذاکراتي پلاوي د طرز العمل په ۲۱ مادو باندې توافق ته رسېدلي
د افغان دولت مذاکراتي پلاوی وايي، د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره د مقدمې په استثنا د مذاکراتو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو په اصولو کې توافق ته رسېدلي دي. یاد پلاوی زیاتوي چې د نومبر میاشتې د ۱۷مې نېټې غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه طرز العمل به عمومي ...
Read More »چارواکي:په لغمان کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د لغمان ولایت چارواکو پدې ولایت کې د ۶۱ طالب وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي نن یکشنبه د نومبر۲۹ ( لېنډۍ ۹) په دوو جلاجلا تازه اعلامیو کې چې رسنیو یې ته استولې لیکلي چې دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ...
Read More »شاه محمود قریشي یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده. شاه محمود قریشي د نایجیر پلازمینه نیامي کې د اسلامي همکارایو سازمان غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کفرانس څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر ...
Read More »منظور:پاکستان د پښتنو په پرتله د هند استخباراتو ته ډېر حقوق ورکوي
منظور احمد پښتون وایي پاکستان د پښتنو په پرتله د هند استخباراتو ته ډېر حقوق ورکوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون تېر ورځ کراچۍ کې یوې لوې غونډې ته خبرې کولې ویلي، چې پاکستان د هند د استخباراتو یو تن په زندان کې لري، چې بریدونو کې ...
Read More »صالح:پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې پر یوه ماشوم یې جنسي تیری کړی
امرالله صالح وایي پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې پر یوه ماشوم یې جنسي تیری کړی وو. د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، چې د یوې مودې راهیسې د کابل د امنیتي چارو او نظم د ټینګښت د مسئولیت چارې پرمخ وړي. نن شنبه د نومبر ۲۸ (لېنډۍ ۸) ...
Read More »دفاع وزارت:په هلمند او اروزګان ولایتونو کې ۳۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
دافغانستان د ملي دفاع وزارت وایي ملي امنیتي اودفاعي ځواکونو په هلمند او اروزګان ولایتونو کې په ځوابیه بریدونو کې ۳۱ وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دفاع وزارت د یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي،چې د هلمند ولایت په ناوې، نهرالسراج او نادعلي ولسوالیو کې د ملي امنیتي ...
Read More »د کرکټ څلور افغان لوبغاړي په ‘بېګ باش’ سیالیو کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته وخوځیدل
د افغانستان د کرکټ څلور ملي لوبغاړي په بېګ باش کې د لوبېدو لپاره اسټرالیا ته ولاړل. محمد نبي پرون په خپل ټوېټر لیکلي چې له ځوانانو سره بېګ باش یا د اسټرالیا د کرکټ غوره لیګ ته روان شو. محمد نبي، مجیب ځدراڼ، ظاهرخان او نوراحمد لکڼوال په بېګ باش ...
Read More »الېسن بلېک،په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې
بریتانیا هم افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی. په کابل کې د بریتانیا سفیرې الیسن بیلیک له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي. الیسن دغه راز ...
Read More »دفاع وزارت: کندهار کې ۱۹طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملي دفاع وزارت وایي کندهار ولایت کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او نور ټپیان دي. دافغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې وسله والو طالبانو د کندهار پنجوايي ولسوالۍ په یار وکلا سیمه کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي،چې د افغان ځواکونو په ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس