د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند کارته نو سیمه کې یو کور چې په کې مقناطیسي ماینونه ساتل کیدل پیدا شوی او ورڅخه څلور تنه ترهګران سره له چاودیدونکو توکو ونیول شول. د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو ناسته کې ...
Read More »د افغان حکومت مرکچي پلاوی نن دوحې ته ځي
ټاکل شوې چې سبا د جنورۍ په پنځمه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو پیل شي نو په همدې موخه به د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی نن دوحې ته روان شي. بلخوا مرکچي پلاوي تېره ورځ ناوخته له ولسمشر غني سره کتلي دي او د خپلو ...
Read More »هېواد کې تازه ۲۰۳ کسان په کرونا وېروس اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تازه ۲۰۳ کسان په کرونا وېروس د اخته کېدو او ۸ تنه د مړه شوو خبر ورکړی دی. له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۹۰۹ ته ...
Read More »لویې څارنوالۍ د رشوت اخیستلو په تور درې تنه نیول شوي سناتوران په ضمانت خوشي کړي
د افغانستان لویه څارنوالي وايي،هغه درې تنه سناتوران چې د رشوت اخیستلو په تور یې نیول و په ضمانت خوشي کړي دي. لویه څارنوالۍ وايي، د سناتورانو د توقیف موضوع له مشرانو جرګې سره هم شریکه شوې وه، خو مشرانو جرګې تصویب نهکړه. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن ...
Read More »افغان ولسمشر:د ښوونځیو اوسنی نصاب اصلاحاتو او پراخو بدلونونو ته اړتیا لري
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي د افغانستان د ښوونځیو اوسنی نصاب اصلاحاتو او پراخو بدلونونو ته اړتیا لري. ولسمشر غني پرون شنبې (د مرغومي ۱۳) د پوهنې وزارت له سرپرست وزیرې رنګینې حمیدي سره کتلي ټینګار کړی چې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو بشپړ او هر اړخیز ملاتړ کوي. ...
Read More »اسدالله خان په ټي ۱۰ لیګ کې د «ډکن ګلاډیټیر» د لوبډلې روزونکی ټاکل شوی
د افغانستان پخوانی کرکټر او د کرکټ بورډ پخوانی سرپرست اجراییوي رییس اسد الله خان د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې د دکن ګلیډیټر لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی. د ډکن ګلیډیټیر په لوبډله کې د شهزاد او ظاهر خان په ګډون د نړۍ ځینې خورا مشهور ...
Read More »امیتابچن؛ راتلونکي فلم کې د قومي مشر په څېره کې رول ادا کوي
امتابچن دا ځل د قومي مشر په څېره کې رول ادا کوي. اميتابچن چې د باليووډ سېنما د پلار لقب لري غواړي په روان کال کې د سورج باراتيا په نوم ډايريکټر سره ګډ کار وکړي. بچن اوسمهال په يوې تلوېزيوني خپرونې بوخت دی،که څه هم نوموړي ته له ډېر ...
Read More »امرالله صالح؛ د بې اسنادو موټرونو له لارې ۱۵۰۰ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته راغلي
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، تر اوسه ۱۵۰۰ میلیون افغانی څخه زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له لارې د دولت خزانې ته راغلي. امرالله صالح نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) د شپږنیمو بجو په غونډه کې ویلي، چې د مالیي وزارت څخه د معلوماتو پر ...
Read More »د قزاقستان حکومت په دغه هېواد کې د مرګ سزا د ختمولو اعلان وکړ
د قزاقستان حکومت په دغه هېواد کې د مرګ سزا د ختمولو اعلان کړی. په دغه هېواد کې له څو کلونو راهېسې د مرګ سزا ځنډول شوې وه، خو پرون شنبې د جنوري ۲ (مرغومي ۱۳) حکومت اعلان وکړ چې دا سزا یې بیخي ختمه کړه. د قزاقستان د جمهوري ...
Read More »د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر په ۱۳ میاشتو بند محکوم شو
د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر وحیدالله شهراني د وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې په تور په ۱۳ میاشتو بند محکوم شوی دی. د افغانستان سترې محکمې پرون شنبې (د مرغومي ۱۳مه) د خپلې درې ورځنۍ علنۍ غونډې په وروستۍ ورځ کې وویل چې ښاغلی شهراني یې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس