د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وسله والو طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه، چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکه نه پالي او تر څنګ به یې تاوتریخوالی کموي. د اتمر په وینا وسله والو طالبانو نه یوازې دا چې ...
Read More »په هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۹۰ سلنه کمې شوې
د هندوستان د روغتیا وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د واکسین په وېش سره په هند کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی او د تېرو میاشتو په پرتله شاوخوا ۹۰ سلنه کموالی ښيي. دغه چارواکي وایي چې همدا اوس ...
Read More »روسیه کې د امریکا سفیر روانه اوونۍ مسکو ته ستنیږي
ټاکل شوې چې په روسیه کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان سولیوان په روانه اوونۍ کې بېرته مسکو ته ستون شي. سولیوان نژدې دوه میاشتې مخکې وروسته له هغه له مسکو څخه ووت چې د متحده ایالاتونو او روسیې په اړیکو کې کړکېچ زیات شو. د امریکا د بهرنیو ...
Read More »وحید عمر:طالبانو تېر یوه میاشت کې خپله اصلي څېره خلکو ته روښانه کړه
په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي چې وسله الو طالبانو په تېر یوه میاشت کې یو ځل بیا خپله اصلي څېره خلکو ته روښانه کړه او ثابته یې کړه چې دوی هیڅ بدلون نه دی کړی. نوموړي زیاته کړې چې دغه ډله اوس هم د انساني ...
Read More »سپینه ماڼۍ: جو بایډن د ایران له نوي ولسمشر سره د لیدنې پروګرام نه لري
سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن د ایران له نوي ولسمشر سره د لیدنې کوم پروګرام نه لري. دا خبره د سپېنې ماڼۍ ویاندې جین ساکي بېګا د ایران د نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي د خبرو په غبرګون کې وکړه چې ویلي یې و له جو بایډن ...
Read More »د اروپا د فوټبال جام؛ بلجیم، اتریش او ډنمارک د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل
د اروپا د فوټبال جام په سیالیو کې د دوشنبې په شپه څلور لوبې وشوې.بلجیم دوه صفر فنلنډ مات کړ. هالنډ په درېیو ګولونو شمالي مقدونیه ماته کړه، اتریش یو سفر اوکراین له مخې لېرې کړ او ډنمارک روسیې ته څلور د یو په مقابل کې ماته ورکړه. د نن ...
Read More »افغان ځواکونو له پرون راهیسې څلور ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولي دي
افغان امنیتی ځواکونو له پرون راهیسې د تخار ولایت بنګي او خواجهغار، د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ او د بغلان له دوشي او جیلګه ولسوالیو څخه وسله وال طالبان شړلي او دغه ولسوالۍ یې بېرته نیولي دي. دافغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، کومانډو ځواکونو تېره شپه د بلخ ولایت ...
Read More »دفاع وزارت: امریکايي سرتیري به د طالبانو پر وړاندې جګړې ته ادامه ورکړي
د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري وروستیو تاوتریخوالي ته په کتو به بهرني ځواکونه وضعیت ته په کتو دا هېواد پرېږدي. د دغه وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبې (غبرګولي ۳۱مه نېټه) ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ...
Read More »د افغانستان د فوټبال ملي ټیم کپټان فرشاد نور د بحرین له ال حاله ټیم سره یوځای شو
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې کپټان فرشاد نور د یوه کال قراداد له مخې بحرین له ال حاله تیم سره یوځای شو. د افغانستان د فوتبال فدراسیون د فېسبوک پاڼې له مخې نور به له دغه ټیم سره د بحرین د غوره لیګونو په سیالیو کې برخه اخلي. ...
Read More »حنیف اتمر؛ د ترکیې لخوا د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کړی
دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان دولت د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ترکیې له لوري په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کوي. حنیف اتمر له ټيارټي سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی د ترکیې له ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس