Home » افغانستان » بغلان کې وسله والو ۲۴ ماین پاکانو ته مرګ ژوبله اړولې
رویداد خبري آژانس

بغلان کې وسله والو ۲۴ ماین پاکانو ته مرګ ژوبله اړولې

ځايي خبريالان وايي تېره شپه په بغلان مرکزي کې وسله والو طالبانو د هلوټرست ماين پاکې موسسې پر کارکوونکو بريد کړی چې پکې ۱۰ کسان وژلي او ۱۴ نور ټپيان دي

بلخوا د بغلان د پولیسو ویاند جاوېد بشارت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د مرکزي بغلان په شیح جلال سیمه کې د مین پاکانو پر کمپ برید شوی دی.

نوموړی وايي، “په برید کې نژدې سل ماین پاکان ټول یوې خونې ته ننویستل کېږي او بیا ډزې پرې کېږي چې تراوسه لس کسان پکې شهیدان او ۱۴ ټپاین دي”.

ښاغلی بشارت زیاتوي، د پېښې ټپیان پلخمري روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځینې رپوټونه دا هم وايي، چې پر دغو ماین پاکانو د خوب پر مهال برید شوی دی او پکې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي.

لا هم کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی، خو جاوېد بشارت وايي، برید طالبانو کړی دی.

وسلوالو طالبانو د دې برید په هکله لا څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...