د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، کندهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه عملیات تېره ورځ امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب، شاه ولیکوټ او ژیړۍ ولسوالیو کې کړي دي.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي:” ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو ۳موټر، ۷ موټرسایکلونه، ۱۵ د راکټ مرمي، ۱۰ پټاقۍ ۱۰ لاسي ماینونه، ۶ ریموټ کنټرول ماینونه او یوه اندازه وسلې، مهمات افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.”
اعلامیه زیاتوي چې ملي اردو ځواکونو ۲۳۶ بېلابېل ډول ماینونه کشف او خنثی کړي هم دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس