د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د دغه هېواد د ولسي جرګې رییس به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په یو درې ورځني سفر کابل ته راشي.
صادق ویلي چې کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اختلافاتو له منځه وړل دي.
د پاکستاني د ولسي جرګې رییس وروسته تر هغه کابل ته راځي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ځانګړې توګه سوداګریزې اړیکې څه ناڅه ښې شوې دي او پرون له څلور کلن ځنډ وروسته د غلام خان بندر له لارې پر افغاني محصولاتو بار څو موټرونه پاکستان ته رسېدلي دي.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس