Home » اقتصادی » هلمند کې د خرما حاصلات زیات شوي
رویداد خبري آژانس

هلمند کې د خرما حاصلات زیات شوي

د هلمند د کرنې او مالدراۍ ریئس وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د خرما په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

زلمي الکو نن دوشنبه جولای۲۰(چنګاښ۳۰) یوې رسنۍ ته وویل چې په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې د خرما ونې په مسلکي ډول القاح او ښاخبر شوي چې ورسره حاصلات یې هم زیات شوي دی.

ښاغلي الکو همدارنګه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د خرما د بڼونو بزګرانو ته هم په دې برخه کې د خرما د ونو د پالنې او روزنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

الکو وویل:”له نېکه مرغه د کرنې ریاست د هلوځلو په پایله کې د مګړۍ د خرما ټول القاح شوي ونې ښه مېوه نیولې او ورځ تر بلې یې بدنې وده هم په ښه کېدو ده.”

د ښاغلي الکو په خبره د کرنې، او اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې د خرما «کجورو» سوداګریزو بڼونو جوړولو طرحه منظور او په روان مالي کال کې پلي کیږي چې په وینا یې پربنسټ به یې د خرما «کجورو» ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړ شي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د دوي له برنامو څخه یو هم د خرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي چې وايي، دغه وزارت بڼوالو ته د خرما ونو د کرکېلي لارې چارې ښیي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په یوشمېر ولایتونو کې په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړ کړي دي..

خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګري زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...