د متحده عربي اماراتو د “هیله” په نوم پلټونکې بېړۍ ته له بریالي توغېدو سره مریخ سیارې ته سفر پیل کړ.
دې بېړۍ ته د (هيله) نوم ورکړل شوی او د جاپان له تانګاشيما ټاپو وتوغول شوه.
تېرو اونیو کې د بدې هوا له امله د دې پلټونکۍ بېړۍ استول دوه ځله ځنډول شوي وو.
ټاکل شوې دغه بېړۍ ۵۰۰ مېليون کيلومتره مزل وکړي او راتلونکی کال مريخ ته ورسېږي.
په متحده عربي اماراتو کې د دې پروژې مشره سارا اميري وايي، دا به د دې هېواد ماشومانو ته يو نوی او ښه احساس ورکړي.

د متحده عربي اماراتو انجنيرانو د دې بېړۍ په جوړولو او توغولو کې له امريکايي پوهنتونونو مرسته ترلاسه کړې وه او ټاکل شوې د مريخ د اتموسفير او هلته د ژوند د اسانتیاوو په تړاو پلټنې وکړي او معلومات يې ځمکې ته را واستوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس