Home » سیمه او نړی » د امریکا سنا د بایډن د مرستو نوې بسته تایید کړه
رویداد خبري آژانس

د امریکا سنا د بایډن د مرستو نوې بسته تایید کړه

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا سنا د کرونا له امله له ځپل شوو او بېکاره شوو سره د حکومت درېیمه مرستندویه بسته تایید کړې ده.

د امریکا د ولسمشر د پلان له مخې نوموړی غواړي چې د بې کارۍ او بېوزلۍ اوسنۍ ستونزه حل کړي نو له همدې امله یې له سنا د ۱.۹ تریلیون ډالرو د پلان تایید غوښتی دی.

د امریکا سنا د یوې مثبتې رایې په تفاوت دغه مرسته تایید کړې ده.

ټاکل شوې چې له دې پیسو به هغو کسانو ته چې د کرونا له امله بې کاره شوي او یا یې اقتصادي وضعیت خراب شوی له ۳۰۰ تر ۱۴۰۰ ډالرو پورې اونیزې نقدي مرستې ورکړل شي.

دمګړی شاوخوا ۲۹ میلیونه خلک په امریکا کې په کرونا اخته دي او ۵۲۳ زره کسان یې په دې هېواد کې وژلي هم دي. همدا راز دغه ویروس په امریکا کې سخت اقتصادي بحران هم رامنځ ته کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...