Home » افغانستان » حمدالله محب:د طرحې تر مطرح کولو وړاندې له طالبانو او نړیوالې ټولنې د سولې د ټینګښت ضمانتونه غواړو
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب

حمدالله محب:د طرحې تر مطرح کولو وړاندې له طالبانو او نړیوالې ټولنې د سولې د ټینګښت ضمانتونه غواړو

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي چې د دوی لومړنی هدف سوله ده او وړاندې تر دې چې د سولې د ټینګښت تضمین نه وي ورکړل شوی، هره طرحه به بې ګټې وي.

محب ټینګار کړی دی چې دوی د طرحې تر مطرح کولو وړاندې له طالبانو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې د ټینګښت ضمانتونه غواړي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې ګوندې زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره لیدنه کې د انتقالي حکومت طرحه وړاندې کړې او د ملګري ملتونو په منځګړیتوب یې د یوې پراخ بنسټه ناستې خبره کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...