افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نن هغه پخوانی افغانستان نه دی چې نورو ساتلو، اوس به افغان ځواکونه ان شاءالله نور ساتی.
ولسمشر غني نن شنبه ( د کب ۹مه نېټه) د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت مراسمو کې وویل چې افغان ځواکونه دا مهال څه باندې ۹۰ سلنه خپلواک عملیات کوي او په وینا یې پر خپلو پښو درېدو ته نژدې شوي دي.
افغان ولسمشر همدارنګه وویل چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرته دولت شتون نه لري.
نوموړي زیاته کړه: “نن تاسو یوازې د افغانستان خپلواکي نه ساتی، د نړۍ امنیت تاسو ساتی او په تاسو ویاړ کوم… نن هغه پخوانی افغانستان نه دی چې نورو ساتلو، تاسو به ان شاءالله نور ساتی. پر خپلو پښو درېدو ته ډير نژدې شوي یو.”
ولسمشر غني همدارنګه وویل چې افغان ځواکونه په هیواد کې د ثبات راوستلو او امنیت ټینګولو ظرفیت لري او په وینا یې سیمه او نړۍ د یو طاقت په ورباندې حساب کوي.
نوموړي زیاته کړه چې دولت افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د یوې ملي پانګې په نظر ګوري او په وینا یې د ظرفیت له اړخه یې په تیرو شپږو کلونو کې د پام وړ پرختګ کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې تیر کال د امنیت له نظره سخت و، خو زیاته یې کړه چې د افغان سرتیرو بریا ډيره لویه یوه.
نوموړي زیاته کړه وسله وال طالبان په دې فکر کې و چې یا دولت ته سقوط ورکړي او یا هم افغان خاوره پر څو برخو وویشي، خو وايي افغان سرتیرو یې مخه ونیوله. او په دې برخه کې قرباني ورکړه.
هغه وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل چې جګړه اسانه کار دی، خو په وینا یې مېړانه دې کې ده چې راشئ سوله وکړو.
ولسمشر غني وویل:”موږ تلپاتې او عزتمنده سوله غواړو چې زموږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو د موټو په زور، زموږ په فعال مغز او خلکو په اراده وي.”
افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان راتلوونکی ولسمشر به د خلکو لخوا ټاکل کیږي او افغان دفاعي ځواکونه به دا ثابتي وي چې د ملت په ارادې باندې به په قانوني توګه تغیر راځي.
نوموړي زیاته کړه چې د دولت دریځ دادی چې ولس دولت او ولسمشر ټاکلی او په وینا یې راتلوونکی ولسمشر به هم د افغانستان ولس ټاکي.