طالب وسله والو یو ځل بیا ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام به په افغانستان کې د جګړو او ستونزو د دوام سبب شي.
د طالب وسله والو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم له نیوز ویک سره په خبرو کې ویلي، د بایډن ادارې ته په کار ده چې د دوحې پر هوکړه عمل وکړي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي.
نعیم وردګ خبرداری ورکړی چې که امریکا خپل ځواکونه تر مې میاشتې پورې له افغانستان و نه باسي، نو ښایي دا کار د خپلمنځې مذاکراتو پروسه زیانمنه کړي.
نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان هوکړې ته ژمن دي، خو امریکا یې پر ژمنو عمل نه دی کړی. طالب وسله والو داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې امریکا بیا دوی د ژمنو پر نه عملي کولو او دغه راز د جګړې د نه کمولو له امله ملامت بولي او ټینګار کوي چې له همدې امله به د سولې پر هوکړه بیا کتنه کېږي.