د افغانستان د دولت او وسله والو طالبانو د سولې مذاکراتي ټیمونو له نږدې پنځو اونیو ځنډ وروسته پرون ماښام سره لیدلي دي.
د افغان دولت مذاکراتي ټیم په خپل ټوېټر باندې په دې اړه یو لنډ پیغام خپور کړی.

په پیغام سربېره د لیدنې په اړه د ټيم د یوه غړي غلام فاروق مجروح خبرې هم خپرې شوي:”دوشنبه د کب څلورمه ماښام مهال دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د دواړو ټیمونو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ ناسته وشوه. په دې سلا وشوه چې د تماس ډلې به له مخکې ټاکل شوې اجنډا سره سم د اجنډا په جزئیاتو کار وکړي او مذاکرات په نورمال او دوامداره توګه دوام وکړي.”
بل لوري ته د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استولي پيغام کې د دوشنبې ماښام ناستې یادونه کړې ده.
هغه ویلي، ناسته په ښه فضا کې ترسره شوه او د تماس ډلو ته دنده ورکړل شوه چې ناستو ته دوام ورکړي.
وروستی وار دواړه ټیمونه د جنورۍ په ۱۷مه په دوحه کې سره ناست و.
د سولې مذاکراتي ټیمونو داسې وخت سره وکتل چې د طالبانو په ډلې باندې د افغان حکومت له خوا خبرو ته د نه حاضرېدو انتقادونه کېدل.