Home » افغانستان » عبدالله:نړیواله ټولنه دې طالبان اړ کړي چې له جګړو لاس واخلي

عبدالله:نړیواله ټولنه دې طالبان اړ کړي چې له جګړو لاس واخلي

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د سولې د راتګ او جګړو د درولو لپاره پر وسله والو طالبانو فشار ډېر کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس کې چې پرون دوشنبې په ورځ (د کب څلورمه ) ډاکټر عبدالله عبدالله د سیمې د هېوادونو له استازو او نړیوالې ټولنې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

ډاکټرعبدالله په دې کنفرانس کې ویلي د امریکا له دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د سولې پر مسئله بیا کتنه کوي، خو تر څنګ یې له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم غواړي چې د سولې لپاره پر طالبانو فشار ډېر کړي.

د نوموړي په خبره افغانستان ته د سولې یو بې مخینې فرصت راغلی دی او وسله والو طالبانو ته په کار ده چې دا فرصت ضایع نه کړي او بین الافغاني خبرو ته ادامه ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...