Home » دسته‌بندی نشده » دفاع وزارت: کندهار کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان ووژل شول
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: کندهار کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان ووژل شول

د افغانستان پوځ ادعا کوي چې د دغه هېواد په جنوب کې یې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان په یوه هوایي برید کې وژلي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په کندهار ولایت کې یې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان په یوه هوایي برید کې وژلي دي.

دغه وزارت نن دوشنبه (د کب څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې د عملیاتو دقیق وخت نه‌دی یاد کړی، خو ویلي دي چې دغه عملیات د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د دوی په وینا د طالبانو د ماین جوړولو پر کارخونې او زېرمې ترسره شوي دي.

خبرپاڼه کې وژل شوي پاکستاني اتباع (ماهر ماین جوړوونکي) بلل شوي دي او ویل شوي، د هوایي ګوزار پر مهال دغه کارخونه او زېرمه هم له‌منځه تللې ده.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...