Home » افغانستان » شهرزاد اکبر: تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

شهرزاد اکبر: تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشري په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي:”تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ.”

شهرزاد اکبر پرون جمعه (د کب ۱مه نېټه) پرته له دې چې د افغان دولت او طالبانو نوم یاد کړي په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې د ناټو او امریکا پرېکړو ته له پام پرته دواړه خواوې د جګړې د ختمولو لپاره د افغانانو پر وړاندې لوی مسوولیت لري.

شهرزاد اکبر زیاته کړې، دا جګړه افغانستان ته ډېره ګرانه تمامه شوې باید له هرې شېبې او هرې ورځې د ګډې حل لارې د موندلو لپاره استفاده وشي.

د افغانستان د دولت مذاکراتي ټيم د جنورۍ له اتمې په دوحه کې دی، خو له څو مقدماتي ناستو پرته له طالبانو سره خبرې ځنډېدلي.

تازه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ‘سنټکام’ مشر جنرال کېنیت مککېنزي ویلي طالبانو په ښکاره تاوتریخوالی زیات کړی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...