Home » افغانستان » د مهاجرت نړیوال سازمان: د اسلام کلا پېښې مو دفتر زیانمن کړی
رویداد خبري آژانس
د اسلام قلعه پېښه

د مهاجرت نړیوال سازمان: د اسلام کلا پېښې مو دفتر زیانمن کړی

د مهاجرت نړیوال سازمان’IOM ‘ وایي، د هرات په اسلام کلا بندر کې په لګیدلي اور کې یې د راستنېدونکو د چارو لپاره د دفتر تأسیسات هم یو څه زیانمن شوي چې له امله یې له ایرانه افغانستان ته بېرته ستنېدونکو کډوالو ته خدمتونه په مخکینۍ بڼه نه شي رسولی.

په هرات کې د دې نړیوالې ادارې مسول نېک بېشوف ‘Nick Bishop ‘ وویل، د اور د لګېدو پر مهال له ایرانه بېرته ستنېدونکو ته زیان نه دی رسیدلی، ځکه په دې ورځ د دوی د ثبت چارې مخکې بشپړې شوې وې او ډېرو یې د هېواد دننه د نورو مقصدونو پر لور سفر کړی و.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې دې پېښه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه افغان چارواکو د ځاني زیانونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د مالي په اړه یې سوداګرو ته د په سلګونو میلیونه ډالرو د زیان خبره کړې ده.

د مهاجرت نړیوال سازمان ‘IOM ‘ وایي، په اسلام کلا بندر کې یې د اور تر لګېدو مخکې د ورځې شااوخوا ۱۵ زرو کسانو ته چې له ایرانه بېرته افغانستان ته راستنېږي، لازمې مرستې برابرولې، خو تر هغو چې تاسیسات یې رغول کېږي، دغو افغانانانو ته سپارښتنه شوې چې د نیمروز ولایت څخه دې کار واخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...