Home » سپورټ » کرکټ؛ د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ دوهمه شل اوورېزه لوبه
رویداد خبري آژانس

کرکټ؛ د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ دوهمه شل اوورېزه لوبه

ټاکل شوې چې د پاکستان او سویلي افریقا کرکټ لوبډلې نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه نېټه) دوهمه شل اوورېزه لوبه ترسره کړي.

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ د نړيوالو شل اوورېزو لوبو لړۍ تېره پنجشنبه پيل شوې ده.

د دې لوبو لومړی یې پاکستان ګټلې ده.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوورېزه لوبه نن په لاهور کې ترسره شي.

په لومړۍ لوبه کې سويلي افريقا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١۶٩ منډې وکړې.

سویلي افریقا لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او یوازې یې په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې وکړې.

په یاده لوبه کې پاکستاني محمدرضوان پر سویلي افریقا نوى ريکارډ جوړ کړ.

نوموړي د سويلي افريقا پر وړاندې په ٦٤ توپونو ١٠٤ ناسوځېدلې منډې وکړې چې ٧ شپږيزې او ٦ څلوريزې يې هم ووهلې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...