دافغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۴۷۳ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۳ تنه مړه شوي او ۱۱۱ تنه ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۲۴۲۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۸ زره او ۳۹۰ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کرونا ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس