Home » افغانستان » د اسلامي همکاریو سازمان؛افغانستان کې وروستي هدفي وژنې او تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړي
رویداد خبري آژانس

د اسلامي همکاریو سازمان؛افغانستان کې وروستي هدفي وژنې او تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړي

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي بمي بریدونه، هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړل چې په تیرو څو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین، د یو بیان په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه او د ټولو اړخونو څخه یې وغوښتل چې د سولې هڅو ته پاملرنه وکړي او په بین الافغاني خبرو کې د بریالیتوب د ترلاسه کېدو هڅه وکړي.

هغه یو ځل بیا افغانستان سره د سولې، امنیت او ودې پر لور د دې سازمان په همکارۍ ټینګار وکړ.

د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې هم د روانې اونۍ په پیل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د علماو، د بشري حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو هدفي وژنې وغندلې او پر ملکي وګړو باندې برید یې د ټولو آسماني ادیانو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل وګاڼه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...