Home » دسته‌بندی نشده » دفاع وزارت:کندهار کې ۵۲ طالبان ووژل شول
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت:کندهار کې ۵۲ طالبان ووژل شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د ۵۲ طالبانو د وژل کېدو او ۱۶ تنه نور د ټپیانو دوو ادعاه کړې ده.

د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د کندهار ولایت په ارغنداب، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې د طالب وسله والو پر وړاندې چاڼيز عملیات ترسره کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دغو عملیاتو په پایله کې ۵۲ طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې طالبانو درې مورچلې، دوه موټرونه، پنځه موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

دفاع وزارت دغه راز ویلي، چې ۱۹ کړۍ ماینونه د کندهار ولایت “ژیړۍ” ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې ځای پرځای کړی وو، د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...