د ولسي جرګې غړي وايي حکومت دې له هوایي ډګر د پیسو د لېږد په تړاو د سیګار او رسنیو د وروستیو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د ځانګړي پلټونکي يا سيګار ادارې پخپل تازه راپور کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه په VIP پروازونو کې د نغدو پيسو د لېږد په اړه اندېښنه ښودلې او په دې اړه يې د هغو ځانګړو ماشينونو او وسايلو په استعمال ټينګار کړی چې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د نغدو پيسو د قاچاق د مخنيوي په خاطر نصب شوي دي.
دغه ادارې ټینګار کړی چې حکومت باید د غیر قانوني پیسو د لېږد او قاچاق مخنیوی وکړي.
د ولسي جرګې غړو نن دوشنبه جنورۍ ۲۵ (سلواغه ۶) د نننۍ ورځې په امتیازي ساعت کې د سیګار راپور ته په پام چې ویلي یې وو د کابل له هوایي ډګر په غیر قانوي توګه نغدې پیسې لېږدول کېږي غبرګون ښودلی دی.
وکیلانو وویل:” نه یوازې دا بلکې تر دې وړاندې هم په دې اړه څرګندونې شوې دي چې په ناپېژانده الوتکو کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر نغدې پیسې بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.”
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني نننۍ غونډې ته د خبرو پر مهال وویل حکومت دې ژر تر ژره په دې اړه وضاحت ورکړي او ولس ته دې روښانه کړي چې څوک یې ملي شتنمۍ او پیسې غلا کوي او بهر ته یې لېږدوي.
حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ راز غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم ویلي وو چې د بې نښانه الوتکو په وسيله د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر نغدې پيسې او قيمتي توکي له هيواد څخه بهر لېږدول کيږي.