امریکا په افغانستان کې خپلو مېشتو سرتېرو ته د کووید-۱۹ واکسین وېش پیل کړی دی.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د روانې میلادي میاشتې په اوولسمه نېټه د کرونا واکسین په افغانستان کې مېشتو امریکایي پوځیانو ته رسول شوي او اوس یې وېش پيل شوی دی.
سرچینې ویلي په لومړي سر کې به هغه سرتېرو ته واکسین ورکړل شي چې له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او تر هغه وروسته به ټول پرسونل او قرار دادیانو ته دغه واکسین ووېشي.
امریکایي رسنیو دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې یې څومره سرتېري په کرونا اخته دي او څومره تر رغېدلي دي.