Home » سیمه او نړی » بلوچستان کې یوولس پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس
بلوچستان

بلوچستان کې یوولس پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د بلوچستان د پنچګور په ګیچک سیمه کې د دغه هېواد یوولس پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وایي چې په دې برید کې درې پوځیان وژل شوي، اته نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، په ټپیانو کې د پنځو روغتيايي حالت نازک دی.
د پوځ په وینا، پر پوځي قطار په سیمه کې د ګزمې پر مهال برید شوی دی.
د بلوچستان لبریشن فرنټ نومې تنظیم د دغه برید مسؤولیت منلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...