Home » سیمه او نړی » فرانسه: امریکا او ایران دې اټمي ټړون ته بېرته راوګرځي
رویداد خبري آژانس

فرانسه: امریکا او ایران دې اټمي ټړون ته بېرته راوګرځي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران له لوري د اټمي تړون بیا بیا سرغړونې دا ضروري کړې چې تهران او واشنګټن بېرته دې موافقې ته راوګرځي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان دا څرګندونې د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو څو ورځې مخکې په هغه مرکه کې وکړې چې پرون (شنبه) خپره شوه.

ایران په وروستیو کې وویل چې په فردو کې یې تر ۲۰ فیصدو پورې د یورانیمو تولید بیا پیل کړی او پرمختللي سنتریفیوژنونه‌یې نصب کړي دي.

ژان ایو لودریان ویلي، باید دا کار نه‌وی شوی ځکه ښيي چې ایران د اټمي وسلې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...