Home » افغانستان » امنیت شورا: د امریکايي سرتیرو کمېدل پر جګړې اغېز نه لري
رویداد خبري آژانس

امنیت شورا: د امریکايي سرتیرو کمېدل پر جګړې اغېز نه لري

د ملي امنیت شورا وايي، په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر کمېدل د جګړې پر وضعیت کوم تاثیر نه لري.

د امریکا ملي دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د سرتیرو شمېر یې ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ، پرون شنبې په ورځ د جنورۍ ۱۶ (د مرغومي ۲۷مه) رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: “د امریکايي ځواکونو د شمېر لږوالی د افغانستان د جګړې پر وضعیت تر ډېره بریده منفي اغېز نه لري، ځکه په وروستیو کې ۹۶ فیصده جګړه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو میاشتې مخکې ویلي و، په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...