Home » سپورټ » اتلاتیک بلباوو لوبډلې ریال ماډریډ ته په ماتې ورکولو سره فاینل ته ووتله
رویداد خبري آژانس

اتلاتیک بلباوو لوبډلې ریال ماډریډ ته په ماتې ورکولو سره فاینل ته ووتله

د اسپانیا هیواد د فوټبال سوپر کپ نیمه پایلوبو ته بارسلونا، ریال ماډریډ، ریال سوسیداد او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو لاره پیداکړې وه.

لومړۍ نیمه پایلوبه د چهارشنبې په ماخستن د بارسلونا او ریال سوسیداد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې لوبه یو ـ یو ګول مساوي شو، خو وروسته درې پر دوه په پینالټیو کې بارسلونا بریا خپله کړه.

دویمه نیمه پایلوبه تېره شپه د ریال ماډریډ او اتلاتیک بلباوو لوبډلو ترمنځ وه، چې اتلاتیک بلباوو ۲ ګولونه پر ۱ بریا خپله کړه.

په دې سره اوس د اسپانیا سوپر کپ پایلوبې ته بارسلونا او اتلاتیک بلباوو لوبډلو لاره پیداکړه.

دا دوې لوبډلې د دې جام پایلوبه راتلونکې یکشنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې ترسره کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...