Home » سپورټ » د لس آوریزه لیګ د سیالیو مهالوېش اعلان شو
رویداد خبري آژانس

د لس آوریزه لیګ د سیالیو مهالوېش اعلان شو

په متحده عربي اماراتو کې د ترسره کېدونکي ابوظهبي ١٠ اوريزه کرکټ ليګ مهالوېش اعلان شو، چې له مخې به يې په ١٠ ورځو کې ٢٩ لوبې ترسره شي.

د مهالوېش له مخې، د جنورۍ په ٢٨مه نېټه به په شېخ زيد کرکټ لوبغالي کې د دفاعي اتلې لوبډلې مراټا عربينز او ناردرن واريرز ترمنځ لومړۍ لوبه ترسره شي او پايلوبه به د فبرورۍ په ٦مه نېټه وشي.

رویداد خبري آژانس

په دې سياليو کې به هره ورځ درې لوبې ترسره کېږي، چې په لومړۍ ورځ به هم درې لوبې ترسره شي. په لومړۍ ورځ دويمه لوبه د پونى ډيويلز او دکن ګليډيټرز او همدا راز دريمه لوبه بيا د ډيلي بولز او بنګله ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

رویداد خبري آژانس

د دې مهالوېش له مخې به ٢٩ لوبې په ١٠ ورځو کې ترسره شي، چې تر لسو زيات افغان لوبغاړي هم په دې سياليو کې د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېږي.

رویداد خبري آژانس

په دې سياليو کې ٨ لوبډلې برخه لري، چې نجيب الله ځدراڼ او نوين الحق د ټيم ابوظهبي، قېس احمد، کريم جنت، فضل حق فاروقي، نور احمد او مجيب الرحمان د بنګله ټايګرز، محمد شهزاد د دکن ګليډيټرز، عظمت الله عمرزى د قلندرز، محمد نبي، رحمان الله ګربز او وقار سلامخېل د ډيلي بولز او درويش رسولي د پونى ډيويلز لوبډلو سره لوبېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...