د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي له دې وروسته د موټرونو له پلېټونو د ۳۹ عدد لرې کوي.
امرالله صالح وايي د ترافیکو چارواکو ته یې لارښوونه کړې ده چې له دې وروسته باید د ۳۹ عدد د موټرونو له پلېټونو لرې شي ځکه د فساد زمینه یې برابره کړې او په ترافیکو ریاست کې په ننګه غوا بدل شوی دی.
ښاغلي صالح ویلي داسې معلومات ورته رسېدلي چې د ترافیکو چارواکي له ۳۹ عدد د بچ کولو لپاره له موټر لرونکو تر دوو یا درېیو سوو ډالرو پورې رشوت اخلي، خو په دې اړه یې اسناد نه دي ترلاسه کړي.
تر دې وړاندې هم عامو وګړو داسې ادعاوې کړې چې د یاد عدد د لرې کولو په بدل کې ترافیک چارواکي پیسې ترې اخلي.