Home » افغانستان » ملي امنیت: کابل کې د امریکا د شارژدافیر د ترور پلان مو خنثی کړ
رویداد خبري آژانس

ملي امنیت: کابل کې د امریکا د شارژدافیر د ترور پلان مو خنثی کړ

په ننګرهار کې د ملي امنیت اداره وايي د داعش ډلې هغه شبکه یې نیولې چې پلان یې لره په کابل کې د امریکا شارژدافیر ووژني.

په ننګرهار کې د ملي امنیت د ۰۲- قطعې څانګې د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۳ (مرغومي ۲۴) په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې یې د داعش ډلې څلور غړي نیولي چې د « داعش د هدفي وژنو د ډلې غړي او زمینه ساز» یې په کې شامل دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي:” د معلوماتو له مخې د داعش ډلې هدفي وژنو غړی او زمینه ساز عبد الواحد پلان درلوده چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر او افغان لوړ پوړي چارواکي په نښه او ترور کړې چې په نیول کیدو سره یې شوم اهداف شنډ شول.”

د امریکا شارژدافیر په افغانستان کې هدفې وژنې غندلي دي، په دغو بریدونو کې خبریالان،‌ د مدني ټولنې استازي او ځينې حکومتي ماموران وژل شوي دي.

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه او افغان حکومت طالبان تورنوي چې دا بریدونه کوي،‌ خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

ملي امنیت وايي دا کسان دوه ورځې وړاندې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي او ورسره یو« بریټا تفنګچه، یو میل کلاشنکوف او یو چره یز هم» وو.

دوی وايي د نیول شویو کسانو د کورنۍ ځینې غړي چې د داعش غړي وو، مخکې په هوايي برید کې وژل شوي.

د افغانستان ملي‌امنیت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. د داعش ډلې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د داعش ډله د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په ننګرهار کې ډېره فعاله وه چې تېرکال د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وځپل شول او سلګونه بهرني او داخلي جنګیالي یې حکومت ته تسلیم شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...