Home » سپورټ » شینواری:کرکټ بورډ باید افغان لوبغاړو ته د پاکستان سوپر لیګ کې د لوبېدو اجازه ورنکړي
رویداد خبري آژانس

شینواری:کرکټ بورډ باید افغان لوبغاړو ته د پاکستان سوپر لیګ کې د لوبېدو اجازه ورنکړي

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراييوي رييس حامد شينواري په پاکستان سوپر ليګ کې د افغان لوبغاړو له لوبېدو سره مخالفت ښکاره کړى دى او ويلي يې دي، چې افغان کرکټ بورډ دې لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي.

د پاکستان کرکټ ليګ شپږم پړاو ډرافټ ته ډېرو افغان لوبغاړو نومليکنه کړې وه، چې څلور افغان لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخيستل شو.

حامد شينواري په دې اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى او په پاکستان سوپر ليګ کې يې د افغان لوبغاړو له لوبېدو سره مخالفت ښکاره کړى دى.

هغه ليکلي:” کرکټ بورډ بايد افغان لوبغاړو ته په پاکستان سوپر ليګ يا PSL کې د لوبېدو اجازه ورنکړي. د دښمن اقتصاد مه پياوړى کوئ. د ودان افغانستان په لور.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...