Home » افغانستان » حکومت: ترکیه کې د افغان ګډوالو د وژل کېدو لامل د پولیسو ډزې وې
رویداد خبري آژانس

حکومت: ترکیه کې د افغان ګډوالو د وژل کېدو لامل د پولیسو ډزې وې

افغان حکومت وايي په ترکیه کې د پنځو وژل شوو کډوالو جسدونه یې رالېږدولي دي خو داسې ښکاري چې د ترکي پولیسو د ډزو له امله وژل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې دیارلس افغان کډوال له ایرانه په قاچاقي لارو ترکیې ته اوښتي وو، خو د پولیسو په یوه تلاشي کې یې د تېښتې هڅه کړې وه، چې پولیسو ډزې ورباندې کړې، له امله یې ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې او پنځه افغانان پکې وژل شوي دي.

یاد وزارت وایي په دې اړه یې له ترکي چارواکو سره خبرې پيل کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ خبر ورکړ، چې د هغو پنځه افغانانو جسدونه یې کابل ته را انتقال کړي چې د ترکیې هېواد “آغري ” ښار کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي وو.

په هېواد کې د بېکارۍ او ناوړه وضعیت له امله هر کال زرګونه افغان ځوانان د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د رسېدو هڅه کوي، خو وخت ناوخت په لاره کې له دغه ډول بوږنوونکو پېښو سره مخ کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...